د امريکايي عسکرو په وتلو سره به يوه خلآ رامنځته سي
۱۳۸۶ اسفند ۲۹, چهارشنبهاعلان
د امريکا جمهوررييس بوش د هغه وخت د فيصلې څخه دفاع وکړه . ده ددفاع په وزارت کښي وويل ،چه که څه هم ډير کسان وژل سوي او ټپيان سوي دي ، خو د صدام حسين د رژيم چپه کول سم کار ؤ. بوش ددې څخه اخطار ورکۍ ، چه بايد ژرتر ژره ۱۵۵۰۰۰ امريکايي عسکر د عراق څخه راووزي ، لکه څنګه چه هغه د دموکراټ ګوند کانديدان هيلاري کلينتن او بارک اوباما غواړي . ده وويل چه پدې ډول سره به يوه خلآ رامنځته ، او د ترهګرانو او افراطيانو دپاره به لار خلاصه سي .