په اتومي وسلو سنباله د يو اس اس رونالد ريګن الوتکې ليږدونکې بيړۍ د جمعې په ورځ د جنوبي کوريا د بوسان بندر ته رسېدلې ده. دا په داسې حال کې ده چې دواړه هېوادونه د شمالي کوريا له خوا مخ پر زياتېدونکو تهديدونو ته په کتو سره د خپل ځواک ښوولو ته چمتووالی نيسي.
امريکا متحده ايالات او جنوبي کوريا يو ځل بيا د لوړې کچې پوځي مانورې پېلوي چې په دې تيرو څو کلونو کې د شمالي کوريا پر وړاندې د ديپلوماتیکي هلو ځلو او د کرونا وبا سره د ښکيلتيا له کبله نه وې ترسره شوې.
تمرينونه ولې اوس ترسره کيږي؟
د جنوبي کوريا ولسمشر يون سوک – يول، د شمالي کوریا حکومت ته چې په روان کال کې زيات شمير توغندي وآزمويل د خبرداری ورکولو په موخه د ګډو پوځي تمرينونو غوښتنه کړې وه.
سويلي کوريا وايي شمالي کوريا د توغنديو نوې آزموينې کړې
دغه آزموينې د هغو هلو ځلو تر کاناميدو وروسته ترسره شوې چې د اتومي وسلو څخه د لاس د اخیستو په موخه د شمالي کوريا د واکمن کم جونګ اون د قانع کولو له پاره شوې وې.
شمالي کوریا یو بالستیک توغندی توغولی دی
امريکا په وروستي ځل په ۲۰۱۷م کال کې سيمه ته الوتکې ليږدونکې بيړۍ ليږدولې وې چې په هغه کې د يو اس اس ريګن سربیره دوې نورې بيړۍ هم شاملې وې څو د شمالي کوريا د اتومي توغنديو د آزموينې په ځواب کې له جنوبي کوريا سره په ګډه پوځي تمرينونه ترسره کړي.
د جنوبي کوريا د ولسمشر له خوا پر امريکا نيوکه؟
الوتکې ليږدونکې بيړۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې د پنجشنبې ورځې د ديپلوماتیکي حادثې وروسته سيمې ته رسېدلې ده.
په ټولنیزو رسنيو کې خپرې شوې ويديو کې اوريدل کیږي چې د جنوبي کوريا ولسمشر په داسې حال کې چې مايکروفون یې فعال دی، پر امريکايي مشرانو نیوکې کوي. دغه ويديو په میليونو وارې ليدل شوې ده.
خو د جنوبي کوريا د ولسمشر دفتر له خوا ويل شوي دي چې يون پر بايدن او نورو امريکايي چارواکو نيوکه نه ده کړې، بلکې د «بایدن» کليمې ته له ورته غږ لرونکې کوريايي کليمې څخه یې د بل څه له پاره استفاده کړې ده. د نوموړي وياند وويل «هیڅ دليل موجود نه وو چې يون د امريکا او يا بايدن کلیمه وکاروي.»
ب. ص/ ن. ز (AP, Reuters)
زموږ له آرشيف څخه:
د شمالي کوريا پوځي تمرينونه او په دغه ټاپو وزمه کي کړکېچ
امريکا په جنوبي کوريا کي دفاعي سيستم نصبوي. په عين حال کي د کوريا په اوبو کي د امريکا د اټومي اوبتل د ځای پر ځای کولو خبره کيږه. شمالي کوريا بيا خپل پوځي قدرت نندارې ته وړاندي کړی. انځور: Reuters/D. Sagolj امريکا په جنوبي کوريا کي د «تاد» په نوم توغنديو دفاعي سيستم نصبول پيل کړل. دغه اقدام نه يوازي د سولي د پلويانو له غبرگون سره مخامخ سوی، بلکي روسيې او چين هم غبرگون ښوولی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/K. Jun-Bum په دې انځور کي د توغنديو دفاعي سيستم آزموينه ښوول کيږي. د دغي آزمويني ځای او وخت روښانه سوی نه دی.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Scott/Department Of Defense شمالي کوريا په تيرو اوونيو کي د کيم ايل سونگ د زېږېدو د ورځي او پوځ د تاسيس په وياړ ستر پوځي پريډونه وښوول او پوځي تمرينونه پيل کړي دي. دغو هڅو ته د شمالي کوريا د پوځي قدرت ښوولو په سترگه کتل کيږي.
انځور: picture-alliance/Kyodo د شمالي کوريا د پوځ له جوړښته ۸۵کاله تيريږي. دوی دغه ورځ په پوځي پرېډونو ولمانځله. جنوبي کوريا او امريکا متحدو ايالاتو بيا گډ پوځي تمرينونه پيل کړي دي.
انځور: Reuters/KCNA د پوځ د تاسيس په ورځ د کيم ايل سونگ او کيم يونگ ايل مجسمو ته پوځي پرېډ.
انځور: picture-alliance/Kyodo د شمالي کوريا ښځي په دغه شان ورځو کي ميدان ته راوځي او ژاړي. دا ځل دوی د شمالي کوريا د بنسټ ايښوونکي کيم ايل سونگ د زېږېدو د ورځي په وياړ راوتلي او ژاړي.
انځور: picture-alliance/AP/Wong Maye-E د شمالي کوريا د تاسيس ورځ.
انځور: Getty Images/AFP/E. Jones د کيم ايل سونگ د زېږېدو د ورځي په وياړ پوځي پرېډ.
انځور: Getty Images/AFP/E. Jones شمالي کوريا گواښ کړی دی چي د توغنديو آزموينو ته به دوام ورکړي. امريکا ويلي دي چي د صبر کاسه ئې نوره ډکه سوې ده او روسيې په کوريا ټاپو وزمه کي د کړکېچ له ډېرښت څخه خبرداری ورکړی دی.
انځور: Reuters/S. Sagolj د شمالي کوريا د توغنديو نوي آزامويني يو روښانه پيام لاره، هغه دا چي د دغه هیواد رهبران په لوی لاس غواړي چي کړکېچ ته لمن ووهي.
انځور: Reuters/S. Sagolj د کيم ايل سونگ د زېږېدو د ورځي په وياړ د ښځو پوځيانو پرېډ.
انځور: Reuters/S. Sagolj د شمالي کوريا د دولت او پوځ پيام يو دی. دوی دواړه د خپلو رهبرانو فرمانونو ته غاړه ږدي.
انځور: Reuters/S. Sagolj د کيم ايل سونگ د زېږېدو ورځ ئې د «لمر ورځ» نومولې ده. د هغه د زېږېدو په ورځ پوځ اسمان ته گوري.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Maye-E د کيم ايل سونگ د زېږېدو په ورځ شمالي کوريا بيا د توغنديو آزموينه وکړه. دې ته امريکا غبرگون وښود او دغه ټاپو وزمه ته ئې الوتکي وړونکي بېړۍ ولېږلې. شمالي کوريا به د خپل پوځي قدرت د ښوولو له پاره پوځي تمرينونه پيل کړل.
انځور: Gettty Images/AFP/E. Jones معمولاً له شمالي کوريا څخه ډېر لږ انځورونه رسنيو ته رسيږي. خو کله چي د توغنديو ازموينه، پوځي تمرينونه يا د پوځ قدرت نندارې ته وړاندي کوي رسنيو ته ئې انځورونه په اختيار کي ورکوي څو خپل ځواک گاونډیانو ته وښيي.
انځور: Reuters/D. Sagolj