د امريکا امنيتي قراردادي کمپنۍ طالبانو ته پيسې ورکوي
۱۳۸۹ مهر ۱۶, جمعهد دې تر څنګ خصوصي امنيتي کمپنيو د ترهګرۍ او اداري فساد پر ضد مبارزه هم د مشکلاتوسره مخامخ کړې ده .
د امريکا د سنا څيړڼي دا ښيي چه د افغان حکومت د هغو خصوصي امنيتي کمپنيو په اداره کي پاته راغلی دی ،چه ورسره يې د ميليارډو ډالرو په ارزښت تړونونه تړلي دي .
د امريکا په سنا کي د وسله والو خدمتونو د کميټې رييس سناتور کارل ليفن ويلي دي :« په افغانستان کي زموږ اعتماد پر خصوصي امنيتي کمپنيو اکثراً د هغو جنګياليو د تقويې سبب ګرځيدلی دی، چه د افغاني حکومت دچوکاټ دباندي د ايتلافي قواوو پر ضد کار کوي . دغه حالت زموږ د ځواکونو امنيت او د ماموريت برياليتوب د خطر سره مخامخ کوي .
په هغه راپورت کی چی د امریکا د سنا لخوا خپور شوی ، راغلي دی چی د امنیتی قراردادونو په ترڅ کی جنګسالارانو د طالبانو پلویان هم په کار ګمارلی دی .
د امریکا د سنا په دغه رپوټ کی د امریکایی او ناټو د ځواکونو د قومندان جنرال دیوید پیتروس هغه هلی ځلی ستایل شوی دی ،چه په امنیتی تړونونو کی يې د ریفورم د راوستلو امر کړی دی.
دغه امریکایی جنرال همدا شان ګواښ کړی چه امنیتی کمپنیو کی د ډیرو پیسو مصرف د ترهګرۍاو اداری فساد د تقويې سبب ګرځی .
د افغانستان حکومت هم د امنیتی کمپنیو پر فعالیتونوانتقادونه کړيدي او په روانه اونی کي یې رسماً 8 دغه ډول کمپنۍ بندی کړيدي، چی د تړل شوو کمپنیو په جمله کی یوه هم د «بلک واټر» جنجالی امنیتی کمپنی ده .
مسعود جهش
کتونکی : محمد قاسم نوري