که څه هم چې امريکا د سوریې او منځني ختيځ د نورو کړکيچونو د له منځه وړولو په هڅو کې يو مهم نقش درلود، خو مجبور وو چې د حلب په ختيځ کې پر اوربند سربيره هم د سوریې حکومت او متحدينو کړني په چپه خوله تماشه کړې.
د واشنګټن انستيتوت د منځني ختيځ کارپوه دينس روز، وايي چې امريکا د سوریې په کړکيچ کې ځان پخپله «بې اهميته» کړی دی. دی زیاتوي: «د سوریې اپوزيسيون او اسد هيڅ داسي کوم دليل نه لري چې موږ ته په ځواب ورکولو مکلف وي. روسیه او ايران هم پوهيږي چې پر حلب او د سوریې پر نورو ښارونو د دوی د بريدونو په مقابل کې موږ له دوی هيڅ ډول ځواب نه شو غوښتلی.»
روز زياته کړه: «خو روسیې بيا پر ځمکه د واک د انډول په بدلولو سره ځان په يوه منځګړي بدل کړ خو البته ملکي تلفاتو ته په نه پاملرنې سره.»
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کيربي، د درې اړخيزه خبرو اترو په اړه وويل: «موږ دې ته د سوریې کړکيچ د حل په موخه هلو ځلو څخه زموږ د ګوښه کولو يا د يوې اشارې په سترګه نه ګورو، بلکې دې ته د دغي جګړې د له منځه وړولو له پاره د يوې هر اړخیزې هڅې په توګه ګورو. موږ په دې سمت کې د کيدونکي هر پرمختګ هرکلی کوو.» ده زياته کړه: «موږ نه کونج ته کړل شوي يو او نه هم ترې ايستل شوي یو.»
د سه شنبې ورځي خبري اتري چې د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسيدلې، په ترکيه کې د روسيې سفير تر پر وژلو سربيره داسي ښکاري چې له ايران او ترکیې سره د روسیې اړيکې د پراخيدو په حال کې دي. دا د دې ښکارندوي کوي چې پوتين په منځني ختيځ کې او پسې ورهاخوا د خپل نفوذ پراخولو ته ليوال دی.
د روسیې، ترکېې او ایران مثلث
يوه امريکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، ومنله چې د حلب د تخليه کولو په مذاکراتو کې د امريکا د نه شتون په سبب روسیې وښووله چې د واک واګي واشنګټن نه، بلکې مسکو په لاس کې لري. ده زياته کړه: «له ترکیې سره د کردانو او همدا راز د حلب د شمال په اړه د نظر اختلافاتو واټن رامنځته کړ او روسیې د دې واټن څخه ناوړه ګټه پورته کړه.»
د روسیې د بهرنيو چارو وزیر سرګې لاوروف وويل چې د سوریې، ايران او روسیې مثلث يو اغیزمن او بانفوذه فورم دی چې د سوریې کړکيچ د اوارۍ هڅه کوي.
نور مطالب:
د حلب د نیولو له پاره جگړه
د سوریې څو اړخيزه کورنۍ جگړه شپږم کال ته ننوځي او د حلب ښار بشپړکنترول د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له پاره مهم گڼل کیږي. د سوریې جگړه د انځور په ژبه.
انځور: Reuters
حلب تر جگړې دمخه
د بشارالاسد پلار حافظ اسد، پر دغه هیواد باندې د اظطراري سختو قوانینو په لگولو سره حکومت وکړ. ډیرو کارپوهانو اټکل کاوه چې کله حافظ اسد خپل زوی ته قدرت وسپاري نو په دې سره به یې په اصطلاح د «دمشق پسرلي» او د سیاسي اقتصادي اصلاحاتو رامنځ ته کولو ته لاره پرانیستې وي.