د امريکا او چين ولسمشرانو سره وليدل
۱۴۰۱ آبان ۲۳, دوشنبه![Indonesien Bali G20-Gipfel | Treffen Xi Jinping, Präsident China & Joe Biden, Präsident USA](https://static.dw.com/image/63748697_800.webp)
اعلان
ولسمشر جو بایډن وویل، چې هغه غواړي له شي سره پر دې کار وکړي چې د واشنګټن - بیجینګ اړیکو کې "سرې کرښې" تنظیم کړي. د دواړو مشرانو ترمنځ دا ناسته به څو ساعته دوام ولری. دا مهال د نړۍ د دوو قدرتونو ترمنځ اړیکي تر بل هر وخت ترینګلي دي. د جنجال ټکي د اوکراین په جګړه کې د روسیې ملاتړ، د تایوان پر سر تاوتریخوالی، د جنوبي چین سمندرګي کې د چين د خلکو جمهوریت د ملکيت ادعاوې او د سوداګرۍ ستونزمنې اړیکې دي. د بالي په ټاپو کې دا خبرې اترې د بایډن او شي ترمنځ د دولتونو د مشرانو په توګه د دوی لومړۍ مخامخ ليدنه کتنه ده.