1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قاچاقي کالو د افغانستان تولیدي صنایع تر فشار لاندې راوستي

۱۳۹۸ خرداد ۹, پنجشنبه

د کانونو او صنایعو خونو مسوولین وایي چې د ایراني کالو قاچاقي وارداتو د افغانستان تولیدي صنایع تر فشار لاندې راوستي . پر ایران باندې د امریکا د تعزیراتو تر سختیدو وروسته، د ایراني محصولاتو قاچاق په بې ساري ډول زیات سوی.

Afghanistan Lebensmittel
انځور: AP

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونو رییس  شیرزاد کمین زاده وایي چې دغه هیواد د ۳۵ ډوله جنس په تولید کی خودکفا سوی خو بیا هم ورته اجناس له ایران څخه افغانستان ته را واردیږي.

د هغه په خبره د ډالر په وړاندې د ایراني تومن او پاکستانۍ کلدارې د ارزښت بې ساري کمیدل، افغانستان ته د ایراني او پاکستاني تولیداتو د قاچاق د زیاتوالي سبب سوي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه په اندیښنې سره وایي چې له دغو دواړو هیوادو په تیره بیا له ایران څخه، افغانستان ته د ورته تولیداتو د قاچاق زیاتوالي، پرته له ګمرکي محصول څخه، د افغانستان صنایع په جدي ډول تر فشار لاندې راوستي دي.

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رییس دونالد ترمپ، پر ایران باندې د نفتو او فلزي صنایعو د صادراتو په شمول د دغه هیواد په وړاندې سخت تحریمونه وضع کړل. ايران د دغو بندیزونو له امله، خارج ته د مالونو د صادرولو په برخه کی له ستونزو سره مخامخ دی.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې رییس په دې اړه ویلی: «د تعزیراتو په سختیدو سره ایراني تولیدات په بې ساري قاچاقي ډول سره افغانستان ته واردیږي. ایران بل مارکیټ نه لري او هڅه کوي چې خپل تولیدات افغانستان ته واستوي.»

افغانستان ته کوم ایراني محصولات قاچاقیږي؟

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه وایی، په داسي حال کې چې افغانستان په اوس وخت کی په ۳۵ تولیدي سکتورونو کې پر خپلو پښو دریدلی، خو بیا هم ورته محصولات لکه اوسپنه، ساختماني مواد، برقي وسایل، لبنیات، غیرالکهولي مشروبات، د مینځلو مواد او حتی ترکاري، غوښې او هګۍ هم له ایران څخه افغانستان ته واردیږي.

انځور: DW

د افغانستان حکومت په نظر کې لري چې له ایران او پاکستان څخه د ورته او قاچاقي محصولاتو د مخنیوی له پاره په سرحدي ځایونو کی پنځه د کنترول مرکزونه جوړ کړي. د افغانستان د معدنو او صنایعو خونو رییس وایي چې د دغو مرکزونو د جوړولو کار به تر یوې اونۍ پورې پېل سي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه وایي په سرحدونو کې ناامنۍ هم ددې سبب سوي چې دغه محصولات په قاچاقي ډول د افغانستان بازارونو ته داخل سي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې د ایران او پاکستان محصولات له څو سرحدي لارو افغانستان ته قاچاقیږي. ایران د اسلام قلعه او فراه او نیمروز ولایتونو څخه خپل محصولات افغانستان ته واردوي او پاکستاني محصولات بیا د کرم ايجنسۍ، انګور اډې، پټان او خوست ، پکتیا او ګردیز ولایتونو له لارې افغانستان ته واردیږي.

G.P/B.S/S.Ibrahimkhail

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب