1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا دفاع وزير کابل ته رسيدلی دی

۱۳۹۸ مهر ۲۸, یکشنبه

د امريکا دفاع وزير افغانستان ته رسېدلی دی چېرته چې له طالبانو سره د سولې خبرې درېدلي او تاوتريخوالی دوام لري. له دې کبله د ولسمشر ترمپ هغه هڅه پېچلې شوې ده چې غوښتل يې يو شمير امريکايي ځواکونه له دغه هيواد څخه وباسي.

Mark Esper US Verteidigungsminister
آرشيفانځور: Reuters/E. Scott

د اسوشتيد خبري آژانس په حواله، د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير مارک اسپر،  نن یک شنبه د اکتوبر ۲۰مه کابل ته رسيدلی دی. اسپر خبريالانو ته ويلي دي چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راټيټېدای شي هغه هم پرته له دې چې د ترهګرۍ ضد جګړې ته کوم زيان ورسيږي.

هغه زياته کړې چې د ځواکونو هر ډول اخراج به له طالبانو سره د سولې د يوه تړون په چوکاټ کې تر سره شي.

د امريکا متحده ايالات په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره سرتيري لري. دغه ځواکونه د امريکا په مشرۍ د پوځي ائتلاف يوه برخه ده چې افغان امنيتي ځواکونو ته روزنې او مشورې ورکوي او د تندلارو پر ضد پوځي عملياتو کې افغان ځواکونو سره مرسته کوي.

تر دې وړاندې د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د افغانستان د سولې خبرو اترو په تړاو، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو امر کړی وو او زياته کړې ېې وه چې په دغه هيواد کې به شاوخوا ۸۶۰۰ امريکايي سرتيري پاتې وي.

د امريکا د ځانګړي استاځي زلمي خليل زاد او طالب استازو تر منځ په قطر کې د افغان سولې خبرې تر نهم پړاوه ورسيدې، خو ترمپ د طالبانو سره د خبرو اترو دغه بهير وروسته له هغې لغوه اعلان چې د سپټمبر مياشتې په لومړيو کې په کابل کې د طالبانو په يوه بريد کې د يوه امريکايي سرتيري په ګډون شاوخوا لس تنه ووژل شول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل