1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د امريکا د بهرنيو چارو پخوانی وزير هينري کيسنجر مړ شو

Andrea Lueg۱۴۰۲ آذر ۹, پنجشنبه

د سولې د نوبل جایزې ګټونکی او د امريکا د بهرنيو چارو پخوانی وزير هينري کيسنجر د سلو کلونو په عمر ومړ. کيسنجر د امريکا تر ټولو مشهور او يوازنی په خټه آلمانی د بهرنيو چارو وزير وو.

د امريکا د بهرنيو چارو پخوانی وزير هينري کيسنجر
د امريکا د بهرنيو چارو پخوانی وزير هينري کيسنجرانځور: Adam Berry/Getty Images

هينري يا هاينس الفريد کيسنجر چې دا یې اصلي نوم وو، د ۱۹۲۳م کال د می پر ۲۷مه نېټه د آلمان د بایرن ایالت په فيورت سيمه کې د يوه يهود ښوونکي لويس او د هغه د میرمنې پاولا په کور کې وزيږيد.

په ۱۹۳۸م کال کې نوموړی چې ۱۵ کلن وو د نازيانو د تعقيب له کبله له خپل مور او پلار سره امريکا ته کډه شو.

هغه په خپل کاري ژوند کې بې مثاله برياليتوبونه خپل کړل چې پخپله یې پرې هم تعجب کاوه. په ۱۹۹۸م کال کې نوموړي د فيورت ښار د تر ټولو معتبره جایزې د ترلاسه کولو پر وخت وويل: «زه په دې ډېر وياړم چې دلته د يوه داسې هيواد د بهرنیو چارو د يوه پخواني وزير په توګه ولاړ یم چې له بهره راغلی يو کس پکې دنده او مسئوليت پر غاړه اخیستلی شي او ما دغه دنده ترسره کړې ده.»

کيسنجر په نيويارک کې ښوونځی لوستی او د امريکا په پوځ کې يې دوه کاله کار وکړ، پر نورو سربیره د پوځ د استخباراتو په برخه کې.

هغه خپلي لوړې زده کړې په هارورډ پوهنتون کې د لومړۍ نړيوالې جګړې څخه تر مخه د لویو قدرتونو د توازن په اړه له رسمي مقالې سره بشپړې کړې.

چټک سياسي پرمختګ

په ۱۹۵۰م کال کې کسينجر ډېر ژر د پوهنتون د نړيوالو سيمينارونو د مشر په توګه راڅرګند شو. په سياسي حلقو کې یې د ختیځ – لویدیځ – کړکېچ په تړاو د خپلو فوق العاده ارزونو له کبله نوم وګاټه.

په برلين کې د ديواله تر جوړيدو وروسته هغه د امريکا د هغه وخت ولسمشر جان اف کینيډي ته مشهوره ورکړه چې له پوځي اقداماتو ډډه وکړي.

په ۱۹۶۸م کال کې کيسنجر د پخواني ولسمشر نيکسن له خوا د بهرنیو چارو مشاور وټاکل شو. څلور کاله وروسته هغه د نیکسن د امنيتي چارو سلاکار شو او بيا په ۱۹۷۳م کال کې د بهرنيو چارو وزیر.

کسينجر هغه وخت هم پر خپل مقام پاته شو کله چې نیکسن د «واټر ګيټ افتضاح» له کبله وپرځول شو.

په همدې کال کې يعني په ۱۹۷۳م کال کې نوموړي د سولې نوبل جایزه ترلاسه کړه، خو د ويتنام په جګړه کې یې د هلو ځلو له کبله پر دې يو څه انتقادونه هم وشول. د ويتنام په جګړه کې نوموړي د ويتکونګ يا «د جنوبي ويتنام د آزادۍ جبهې» سره د پټو خبرو اترو له لارې د دې زمينه برابره کړې وه چې د امريکا له خوا بايلل شوې دا جګړه ختمه شي.

کيسنجر د يوې قوي اروپا پلوی

د هينري کيسنجر يوه ځانګړنه په سترو جيوستراتيژيکي کټګوريو کې د فکر کولو وړتيا وه. همدا وه چې هغه ډېر پر وخت نه يوازې په دې وپوهيد چې چين په يوه ستر ځواک د بدليدو په حال کې دی، بلکې له دغه هېواد سره د امريکا د اړيکو لاره یې هم پرانيستله او فرصتونه یې درک کړل چې همدا څه د پخواني شوروي اتحاد د سوله ایز پاشل کيدو لامل شول.

پر دې سربیره نوموړي د يوه مشاورتي مقام په ترڅ کې د آلمان د بيرته يوځای کيدو څخه هم ملاتړ وکړ.

له سياست څخه په رسمي توګه تر جلا کیدو وروسته هم کيسنجر د ويناوال او مشاور په توګه خپل نوم پر ځای وساته. د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې نیټې تر بريدونو وروسته او په افغانستان او عراق کې د امريکا د جګړه ایز سیاست وروسته نوموړي د اتلانتېک له بلې غاړې سره د مشراکت د ماتيدو په اړه خبرداری ورکړی وو.

دا مشهور سياستوال د عمر تر اخره پورې فعال وو: د ۹۵ کلونو په عمر هغه د مشهورو سياسي څيرو، ښځو او نارينه وو په اړه پر يوه کتاب کار کاوه چې پر نورو سربيره پکې د بريتانيا پخوانۍ لومړۍ وزيره مارګريت تيچر هم شامله وه.

تېر کال د خپل ۱۰۰مي کلیزې وروسته هم هغه خپل فعاليت ته دوام ورکړی وو او په سپينه ماڼۍ کې یې په غونډو کې ګډون کاوه.

د ۲۰۲۳م کال د نوامبر پر ۲۹مه نيټه نوموړی د امريکا متحده ايالاتو په کنېتېکت ايالت کې په خپل کور کې ومړ. ویل شوي چې هغه به د شخصي مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شي. وروسته به بيا په نيويارک کې د نوموړي يوه ياد غونډه جوړه شي. 

ب. ص/ن. ز (دانيل شيشکویڅ)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب