1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د بودجې پر سر بحث

۱۳۹۱ دی ۷, پنجشنبه

نړيوال وجهي صندوق IWF- د امريکا متحده ايالاتو د بودجې پر سر د خبرو له ناکامه کیدو څخه خبرداری ورکړی دی. د نړيوال وجهي صندوق د مالي او اسعاري برخي آمر خوزې وینالس د جرمني د «Die Welt » ورځپاڼي ته ویلي دي چي که د امريکا متحده ايالات د فیسکال کیپه، یا مالي قیوداتو پر سر موافقې ته سره ونه رسیږي، هغه به ددغه هيواد، جهاني اقتصادي او مالي بازارو له پاره سخت عواقب ولري او بیا به ډيره وارخطايي رامنځته کړي. پخپله امریکا به له سخت اقتصادي رکود سره مخامخ سي. خبره پر مجموعأ ۶۰۰ ملیارده ډالرو باندي ده. که د هغه پر سر ديموکراتان او جمهوري غوښتونکي د سږ عیسوي کال تر پایه پوري یوه سازش ته سره ونه رسیږي، نو په اتوماتیک ډول د مالیې د لوړولو اومصارفو د کمولو مقرارات نافذیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب