د امريکا د خوا پر روسيې باندي د جاسوسۍ د تور په وړاندي د روسيې غبرگون
۱۳۸۹ تیر ۹, چهارشنبهد هغه په خبره موږ بايد د شاهدانو و ويناوو او د محکمې فيصلې ته انتظار وباسو، هغه څه چي په امريکاکي معمول دي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير، سرګي لاروف هم اسرائيلو ته د سفر په ترڅ کي د نوموړي موضوع په هکله شکايت وکړی چي، په کافي اندازه معلومات نه دي وړاندي سوی:
«موږ ته نه دي ويل سوي چي، اصلاً موضوع څه ده. هيله ده چي وروسته تر دي څه معلومات لاس ته راوړو. د بلي خوادکشف وخت هم په ډيري هوښيارۍ سره انتخاب سوی دی.»
د ر وسيې د نظر د ادعاسوي جاسوسي شبکې کشف وروسته تر هغه اعلان سو چي، څو ورځي د مخه د روسيې جمهور رئيس، ديمتري ميدوديف په واشنګټن کي د جمهور رئيس بارک اوباما سره وليدل.
حال داچي د امريکا د متحده ايالاتو چارواکو د څو کلونو را په دي خوا دغه لس تنه تورن مخبرين چي د متحده ايالاتو،کاناډا پيرو او روسيې څخه دي او جعلي پاسپورتونه يي درلودل،تر څارني لاندي نيولي ؤ.
د متحده ايالاتو د سرچينو د معلوماتو د مخه د نوموړي جاسوسي شبکې يوولسم تن چي د قبرس دی هم نيول سوی.
د متحده ايالاتو چارواکو ويلي دي چي، دغه شبکه د روسيې د استخباراتو بهرني څانګي ته يې د افغانستان او ايران په وړاندي د متحده ايالاتو د سياست او دغه راز د وسلو دکمولوپه هکله د واشنګټن د دريځ په هکله معلومات ټولول او د روسيي استخبارااتو ته يې ورکول.
د KGB پخواني کارکونکي، Michail Ljubimow په خپله مرکه کي يادونه وکړه:
«دتورو پيسو د سپينولوتور ماته د تعجب وړ خبره ده. ځکه زموږ استخباراتي خدمات ددا ډول مسايلو سره معمولاً سر او کار نه لري. دا غير واقعي ښکاري چي د دولتي بودجې پيسې دي توري سي.»
د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت وياند، nesterenko پرون وويل چي د امريکا د قضا تور «ناحقه» دی او«ښه نيت» نه لري. دغه ډول د جاسوسي شبکې ادعاوي د سړې جګړې د زماني تاريخ را ژوندی کوی.
د روسيې د پارلمان، Duma د امنيتي جرګې د رئیس مرستیال، Gudakow په نظر د «دغه لمسون شاته هغه امريکايي کړۍ ولاړي دي چي، د اوبما هغه پاليسي ته تاوتن وروسي چي هدف يې د روسيې سره ملګرتيا اودوستي ده.»
د KGB پخوانی کارکونکی، Michail Ljubimow ، هم په دې نظر دی:
«زه هم ګمان کوم چي دغسي يو لمسون سوی دی. دا اټکل ددې وجي منتيقي ښکاري چي،په امريکا کي ډير داسي کسان سته چي د روسيې او امريکا د دوستۍ مخالف دي.
په روسيه کي د مخه لا په دې هکله فکر سوی چي د متحده ايالاتوددې کار په وړنادي څه ډول جواب ورکړل سي.
د روسيې د لويي څارنوالۍ مرستيال وايي چي، روسيه بايد وروسته له دې يوازي په دې بسيا ونه کړي امريکايي جاسوسان د روسيې څخه وباسي، بلکي دلته د هغوئ محاکمه وسي.
دغه راز وړانديز سوی دی چي، د روسيې څخه امريکايي انجنيران وايستل سي.
Hartbrich, Esther/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل