له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيې د وتلو په څېر د امريکا له متحده ايالاتو څخه د کليفورنيا د وتلو کمپاين پېل سو. و ياد مقصد ته د رسېدلو له پاره په کليفورنيا کي د لاسليکونو راټولولو پروسه پېل سوه.
اعلان
د فرانس پرېس خبري آژانس له مخې د امريکا د متحده ايالاتو د کليفورنيا ايالات یو شمېر اوسېدونکي غواړي چي د برېکزيټ (له اروپايي اتحاديې د بريتانيا د وتلو) په څېر، خپل ايالت کليفورنيا د امريکا له متحده ايالاتو وباسي. په دې ترڅ کي کمپاين پېل سوی او د دغه ايالت اوسېدونکي کولای سي چي د ياد مقصد له پاره د لاسليکونو د ټولولو په پروسه کي په خپل لاسليک سره ګډون وکړي.
د کليفورنيا ايالت د داخلي چارو وزير الېکس پاديلا د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۲۶مه نېټه) د ياد مقصد له پاره د لاسليکونو د پروسې د پېل له پاره لاره هواره کړه. د دغه کمپاين په ترڅ کي په پام کي نيول سوې چي د امريکا د متحده ايالاتو په دغه ايالت کي د ثبت سوو د رايي د حق لرونکو ۸ فيصدو لاسليکونه راټول کړل سي. ياد ۸ فيصده ۵۸۵۴۰۷ لاسليکونه دي چي بايد د جولای مياشتي تر آخر پوري راټول کړل سي.
که د کليفورنيا د بېلتون غوښتنه کوونکی غورځنګ په ياد شمېر لاسليکونه راټولولو کي بريالی سي، نو بيا به د ۲۰۱۸ کال په نومبر مياشت کي لومړۍ رايه اچونه وسي چي ښايي په ۲۰۱۹ کال د ولسپوښتنې سبب سي.
که څه چي په ياده موده کي د ياد شمېر اړينو لاسليکونو راټولول ډېر مشکل کار بلل کيږي، خو الېکس پاديلا خبرداری ورکړی چي ښايي سختي جدي پايلي ولري. د هغه په وينا يوازي رايه اچونه به د مليونونو ډالرو د لګښتونو سبب سي.
د الېکس پاديلا په وينا که د امريکا له متحده ايالاتو څخه د کليفورنيا د ايستلو يا (Calexit) په حق کي د وګړو اړين شمېر رايي واچوي، نو دا کار به حکومت د سترو «اقتصادي ننګونو» بلکه د لويو اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ کړي.