1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا منځمهاله ټاکنې: هغه څه چې په اړه یې باید وپوهيږئ

۱۴۰۱ آبان ۱۷, سه‌شنبه

د امريکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۲م کال په منځمهاله ټاکنو کې د استازو مجلس د ټولو ۴۳۵ څوکيو او د سنا مجلس د ۳۵ څوکيو پر سر سیالي کیږي. دا چې دا ټاکنې څرنګه ترسره کیږي او ولې مهمې دي، په اړه یې دلته لوستلای شئ.

په امريکا کې منځمهاله ټاکنې ترسره کیږي
په امريکا کې منځمهاله ټاکنې ترسره کیږيانځور: Brandon Bell/REUTERS

په امریکا متحده ایالاتو کې به وګړي نن، سه شنبه د رایو مرکزونو ته مخه کوي څو د ۲۰۲۲م کال د منځمهاله ټاکنو په ترڅ کې د ګانګرس خپل استازي غوره کړي.

د «midterm» يا منځمهاله اصطلاح دې ته اشاره کوي چې دا ټاکنې د يوه رئيس جمهور د ولسمشرۍ دورې مودې په عین نيمايي کې ترسره کیږي. دا انتخابات د امریکا متحده ایالاتو د برحاله ولسمشر له پاره چې دمګړۍ جو بایدن دی، د راتلونکي د لارې تعينونکي بلل کیږي.

دا ټاکنې څرنګه ترسره کيږي؟

امريکايان په دې ټاکنو کې هغه څوک ټاکي چې په پلازمينه واشنګټن ډي سي. کې یې د ایالت استازيتوب وکړي.

د ګانګرس د استازو په مجلس کې ایالتونه د نفوس پر بنسټ په ۴۳۵ ناحيو ويشل شوي دي. دا چې استازي د دوو کالونو د مودې له پاره د خدمت جوګه وي، نو نن د سه شنبې په ورځ د ۲۰۲۲م کال د نومبر پر ۸مه به د ټولو ۴۳۵ څوکيو پر سر سيالي کیږي.

د سنا مجلس له پاره د پنځوسو ايالتونو څخه یې د هر يوه له پاره دوه سناتوران ټاکل کیږي. د امریکا په سنا مجلس کې بيا د استازو د خدمت دوره شپږ کاله ده نو له دې کبله په هرو دوو کلونو کې د سنا مجلس څه نا څه د يو په درېمه برخه غړيو د ټاکلو له پاره انتخابات ترسره کیږي. د سږ کال يعني د ۲۰۲۲م کال په ټاکنو د سنا مجلس د ۳۵ څوکيو له پاره سيالي ترسره کیږي.

په امریکا کې منځمهاله او برخلیک ټاکونکي انتخابات

که څه هم چې په ټولو ۵۰ ایالتونو کې خلک رايه ورکوي خو يوازې په يو څوو ایالتونو کې به ټاکنې د دې تعينونکي وي چې آیا ديموکراتان او که جمهوري غوښتونکي د سنا او د استازو مجلس کنترول په لاس کې اخلي.

ولسمشر جو بايدن ته څه خطر شتون لري؟

ديموکراتان دمګړۍ په استازو مجلس کې يوازې لږې څوکۍ لري. په سنا مجلس کې بيا ۵۰ جمهوري غوښتونکي او ۴۸ ديموکراتان او دوه خپلواک سناتوران ناست دي. د ولسمشر مرستياله کماله هېرس د سنا مجلس د مشرې په توګه بيا اجازه لري چې تعین کوونکی رایې ولري.

ترمپ: په «ډېر قوي احتمال» به په راتلونکو ټاکنو کې ځان کاندید کړم

که چېرې دیموکراتان د کانګرس په يوه او يا دواړو خونو کې کنترول له لاسه ورکړي، نو بایدن به د ولسمشرۍ دورې په دویمه نیمه کې د ډېرو قوانينو په تصويب ونه توانیږي ځکه چې جمهوري غوښتونکي د خپلې څو کلنې تګلارې پر اساس د ديموکراتانو د کابو هر ډول قانوني مسودې په لار کې خنډونه جوړوي.

کوم مسايل مطرح دي؟

د ټولې نړۍ په څېر متحده ایالاتونه هم د انفلاسيون يا د توکو د بیو د لوړوالي او د کووېد ۱۹ وبا د اقتصادي پايلو سره لاس او ګريوان دي. محافظه پالو سياستوالو بيا پر ټولنیزو مسئلو لکه سقط جنین، جبراني تبعيض، نژادي مساوات او د ال جی بي ټي کیو کسانو پر حقونو تمرکز کړی دی.

د ډېرو ديموکرتانو له پاره د جمهوري غوښتونکو له خوا په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونو ته په کتو سره ديموکراسي یا ولسواکي تر ټولو مهمه او عاجله موضوع ده.

پايلې به یې کله اعلان شي؟

په ډېرو ایالتونو کې چې د پوست له لارې پکې وار د مخه د رایو ورکول رواج دي، هلته به ښایي د رایو شمیرل يو څه وخت ونيسي. په ځينو ځایونو کې به د انتخاباتو نتايج ژر اعلان شي په داسې حال کې چې په نورو کې به بيا دا ښايي ورځې او اوونۍ وخت ونيسې. په هغو سيمو کې چې د کانديدانو د رايو شمير سره ډېر نیږدې وي، هلته ښايي د رايو د بیا شمیرولو اړتيا وي او يا په هغه صورت کې که د دې کار غوښتنه وشي.

د ټاکنو د ازرونې د انترنت پاڼې «FiveThirtyEight» په حواله به د زياترو ايالتونو نتايج د چهار شنبې په ماسپښين اعلان شي. په ځینو ایالتونو لکه نیوادا کې دا ښايي ډېر وخت ونيسي که چېرې هلته د کاندیدانو نتايج سره ډېر نېږدې وي.

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, dpa, Reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب