د مهاجرو په چارو کې د دونالد ترمپ ادارې نوی قانون هغو مهاجرو ته د پناه غوښتنې حق نه ورکوي کوم چې په ناقانوني توګه د مکسيکو له سرحده امريکا ته اوړي.
د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې په ورځ يوه رسمي اعلاميه خپره کړه. په دغې اعلاميې کې راغلي چې په امريکا کې هغو افرادو ته د پناه غوښتنې حق نه ورکول کيږي چې په غيرقانوني توګه له پولو په اوښتو دغه هيواد ته داخل شوي دي.
د امريکا د داخلي امنيت او د عدلي چارو د اړوندې محکمې له لوري د دغو حکمونو د خپريدو څخه موخه دا ده تر څو يې د مکسيکو او امريکا متحده ايالتونو تر منځ د دوه زره مايله اوږدې ګډې پولې څخه د امريکا خاورې ته د مهاجرو د اوښتو مخه ونيول شي. د امريکا د عدلي ادارې په حواله، «هيواد ته داخل شوي غيرقانوني مهاجر په عمدي او داوطلبانه توګه له قانونه سرغړونې کوي.»
خو د اسوشيتد پرس خبري آژانس په حواله، د دونالد ترمپ نوې طرحه به په کور کې له ستونزو سره مخ وي.
د امريکا د اوسني قانون له مخې، دغه هيواد ته داخل شوي مهاجر کولای شي د يوه کال په دننه کې خپلې د پناه غوښتنې درخواستونه وړاندې کړي. مهاجر کولای شي دغه اقدام پرته له دې چې په اړه يې فکر وشي چې دوی په څه ډول امريکا ته رسيدلي دي، ترسره کړي. خو په نوي قانون کې د غيرقانوني مهاجرو له پاره د پناه غوښتنې شرايط سخت شوي دي.
ګواتيمالايي مهاجر د امريکا پر لورانځور: Getty Images/AFP/J. Ordonez نوی قانون او په لاره زرونه مهاجر
امريکا دغه اقدام په داسې يو وخت کې کوي چې د منځنۍ امريکا هيوادونو څخه د مکسيکو له لارې په زرونو مهاجرو د درو مختلفو کاروانو سره مل د امريکا د سرحدونو پر لور د حرکت په حال کې دي.
د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې ويلي دي چې د دغې ادارې کارپوهان د ترمپ د مهاجرت پر نوي سياست باندې څيړنه کوي. په ژنيو کې د (يو ان اچ سي آر) وياند بابر بلوچ وويل چې د دوی کارپوهان د دغه سياست اسناد تر څيړنو لاندې نيولي دي. هغه د يوه خبريال د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا د ترمپ دغه سياست د نړيوالو قوانينو خلاف دی که نه، په سملاسي توګه څه ونه ويل.
د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر تر دې وړاندې امريکا ته د څو مسلمانو هيوادونو د اتباعو پر سفرونو هم بنديز لګولی وو.
نوي قانون سره مخالفت
د امريکا د مدني ازادۍ اتحاديې د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د امريکا د مهاجرت او تابعيت قانون له مخې دغه هيواد ته ټول داخل شوي افراد که هغه په قانوني توګه تللي او يا له پولې څخه په غيرقانوني توګه اوښتي وي، د پناه حق لري.
د وروستيو څو کلونو په دننه کې امريکا کې د پناه غوښتونکو شمير لوړ شوی دی. دغه هيواد ته په ۲۰۱۷م کال کې ۳۳۰ زره کسانو تازه د پناه غوښتنې سپارلې دي. دا په داسې حال کې ده چې له ۸۰۰ زرو څخه ډير نور کسان خپلو درخواستونو ته د محکمو د ځوابونو په تمه دي. په امريکا کې په عمومي توګه د شل سلنې مهاجرو د پناه غوښتنې منل کيږي.
له آرشيف څخه يو انځوريز رپوټ:
مکسیکويي مهاجر خپل تاټوبي ته چې هیڅ یې نه پیژني، اخراجیږي
د دونالد ترمپ اداره زیات شمیر غیر قانوني مکسیکويي مهاجر خپل هیواد ته اخراجوي. د هغوي له ډلې څخه ډیر شمیر یې خپل د عمر ډیره برخه په امریکا کې تیره کړې ده. هره اوونۍ د اجراج شویو مهاجرو درې الوتکې مکسیکو سیتي ته رسیږي. انځور: DW/S. Derks له رد شویو مهاجرو ډکې دغه الوتکې د مکسیکو سیتي، د هوایي ډګر یوې دروازې ته رسیږي. دغه مهاجر چې اسناد نه لري د امریکا متحده ایالاتو د بیلابیلو سیمو له توقیف خانو څخه په داسې حال کې چې لاسونه یې ولچک وي، الوتکو ته لیږدول کیږي. یوازې شل دقیقې مخکې له دې چې الوتکه ناسته وکړي، د هغوی لاسونه پرانیستل کیږي.
انځور: DW/S. Derks
کله چې جيورج نینو دیلا رویرا اتلس کلن شو او یوې دندې ته غوښتنلیک ورکړ نو وپوهید چې په امریکا کې غیر قانوني اوسیږي. هغه ته وویل شو چې د «ټولنیز امنیت شمیره» نه لري. جورج په ماشوموالي کې د خپل مور او پلار له خوا امریکا وېوړل شو او په همدې هیواد کې لوی شو. هغه پنځه میاشتې مخکې په امریکا متحده ایالاتو کې تر ۳۴ کلونو تیرولو وروسته اخراج شو. څلور ماشومان یې له پخوانۍ میرمنې سره په کلفورنیا کې ژوند کوي.
انځور: DW/S. Derks
۲۷ کلنه ماريا هیریرا د اپريل میاشت په لسمه نیټه له امریکا څخه اخراج شوه. د هغې اسناد د نوي کیدو په حال کې ول کله چې هغې یوه ترافیکه پیښه وکړه. هريرا ونیول شوه دوه میاشتې په توقيف کې وساتل شوه. وروسته بیا هغه اخراج شوه. هغه دوه کلنه وه چې له مکسیکو وتلې وه، خو اوس باید په دې نااشنا هیواد کې ژوند وکړي.
انځور: DW/S. Derks رواني خفګان او د وارخطايي حالت يو پردی هیواد ته ۲۷ کلنه ماريا هیریرا د اپريل میاشت په لسمه نیټه له امریکا څخه اخراج شوه. د هغې اسناد د نوي کیدو په حال کې ول کله چې هغې یوه ترافیکه پیښه وکړه. هريرا ونیول شوه دوه میاشتې په توقيف کې وساتل شوه. وروسته بیا هغه اخراج شوه. هغه دوه کلنه وه چې له مکسیکو وتلې وه، خو اوس باید په دې نااشنا هیواد کې ژوند وکړي.
انځور: DW/S. Derks
په مکسیکو کې د «نيو کومینڅوز» په نامه غیر دولتي سازمان له دغه کسانو سره، د نوی ژوند پيل له پاره مرسته کوي. هريرا دلته له جيورج سره اشنا شوه او دوی یو له بل سره دوستان شول. هغې دویچه ویله ته وويل: «دا ډيره ښه ده چې ته يو څوک ولري، چې ستا په څير حالت لري.» د اخراج په بند کې هریرا د رواني خفګان، وارخطايي حالت سره مخامخ وه. اوس دا او دوست يې هڅه کوي چې په دغه هيواد کې خپل لار وموندي.
انځور: DW/S. Derks
دیګو مینګویل ماریا،له خپل دوستې سره د شخړې له کبله په ۲۰۰۳م کال کې ونیول شو. په ۲۰۱۶ کال کې اخراج شو ځکه د يو موټر له کنترول څخه جوته شوه چې دی جرمې سابقه لري.
انځور: DW/S. Derks دونالد ترامپ او د هغه دیوال
هغه له پنځوو نورو مکیسکویانو سره چې په دې وروستيو کې اخراج شوي د مکسيکو د دولت له خوا مالي مرستې ترلاسه کړې او پر تکو یې د چاپ او رنګ وهلو کاروبار پیل کړ. د هغوی د مارک نوم «ديپورتادوس» دی. هغوی پر تکو باندې د «ترمپ او د هغه پر دیوال دې لعنت وي» جملې چاپوي.
انځور: DW/S. Derks ل نورو قربانیانو سره مرسته
ماريا په دې کار سره نه شتمن کیږی، خو دې پوره وخت لري چې د رضا کار په توګه له نویو رسیدونکو رد شویو کسانو سره مرسته وکړي. هغه وايې: «کله چې زه دغې دروازې ته راورسیدم احساس مې وکړ چې ساه مې بنده شوه. اوس زه له نورو سره مرسته کوم،چې ورته حالت لري.
انځور: DW/S. Derks
دانیل ساندوان په فبروري مياشت کې اخراج شو خو هغه آرامه ښکاري. دی وایي: «په امريکا کې په ريښتیا سره نه توانيدلم چې د راتلونکې له پاره پانګه اچونه وکړم ځکه هيڅ اسناد مې نه لرل. له تحصيل څخه به مې څه ګټه کړي وايې کله چې ما ته په کوم ځاي کې کار نه راکول کيده. دلته په مکسیکو کې کولې شم هر څه له سره پيل کړم. زه کولې شم ميرمن او ماشومان ولرم، پرته له دې چې دا انديښنه ولرم چې دوی به له لاسه ورکړم.»
انځور: DW/S. Derks
ساندوان د پناه غوښتونکو په سرپناه کې د «ديپورتادوس» چاپخانې پر سر ژوند کوي. يو کشيش په لومړي سر کې له یوې ۷۵ کلنې ښځې سره د هغه د اوسیدو شرایط برابر کړل. هغه وايې: «زه هلته دوه اوونۍ له هغې سره ووسیدم او کور مې ور ته رنګ کړ. بيا ورسته مې له ديبورتادوس سره اړیکه ونیوله ځکه اوريدلې مې وو چې له اخراج شویو مهاجرينو سره مرسته کوي. زه اوس له دوه نورو کسانو سره دلته اوسیږم.»
انځور: DW/S. Derks