1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د امريکا په بالتيمور کې يو اوږد پل نړېدلی

۱۴۰۳ فروردین ۷, سه‌شنبه

د امريکا د میري لينډ ايالت په ستر ښار بالتيمور کې تر هغه وروسته بيړنۍ وضعيت اعلان شوی دی چې يوه کارګو کښتۍ له يوه پله سره ټکر شوې ده. د اطفايې چارواکو د ډيرو تلفاتو په اړه خبرداری ورکړی دی.

يوه کارګو کښتۍ د بالتيمور د دې ستر پله سره ټکر شوې
يوه کارګو کښتۍ د بالتيمور د دې ستر پله سره ټکر شوېانځور: Julia Nikhinson/REUTERS

د امريکا متحده ایالاتو د میري لېنډ ايالت د بالتيمور ښار د محراب په شکل جوړ مهم وسپنیز پُل چې د «فرانسس سکاټ برج» په نامه ياديږي، يوه برخه د سه شنبې په سهار هغه مهال د پټاپسکو سېند ته لويدلې چې يوه کارګو کښتۍ یې له يوې ستنې سره ټکر شوه. 

په نشر شويو ويډيوګانو کې ليدل کيږي څه څرنګه تر ټکر وروسته يو شمیر موټر اوبه ته لوېږي.

چارواکو ويلي دي چې تر اوه ډېرو لادرکه شويو کسانو لټه روانه ده، خو د ژغورنې د روانو عملیاتو په ترڅ کې دا شمير ښايي نور هم لوړ شي.

د بالتيمور د اطفاقې د اطلاعاتو د برخې مشر کېون کارورايټ، د بالتیمور د «سن» ورځپاڼې ته وويل چې «بشپړ پل د پټاپسکو سېند کې ورنړيدلی دی.»

د رويټرز خبری آژانس له حواله له پېښې وروسته د « Synergy Marine Group» شرکت تائيد کړې چې د سينګاپور تر بیرغ لاندې چليدونکي د دالي په نوم کښتۍ يې له دوو پېلوټانو سره د پله له ستنو سره ټکر شوې ده.

د پله يوازې يوه کوچنی برخه روغه پاته دهانځور: Nathan Howard/REUTERS

شرکت ويلي دي چې په کښتۍ کې څوک ټپيان شوي نه دي او زياته کړې یې ده چې د پېښې علت تر اوسه معلوم نه دی.

چارواکو ويلي دي چې د کښتۍ د ټکر د علت په اړه پلټنې رواني دي خو د ترهګرۍ امکان یې رد کړی دی.

د بالتيمور دا ۲،۷۲ کيلومتره اوږد پل چې په ۱۹۷۷م کال کې بشپړ شوی وو، د امريکا په ختیځ ساحل کې د بالتيمور په جنوب کې د پټاپسکو سيند پر لويه برخه يوه مصرف بندر ته د داخليدو تر لارې غځيدلی دی.

د ژغورنې د عملياتو په اړه څومره پوهيږو؟

د بالتيمور د اور خاموشه کولو ادارې مشر جېمز والس، د سه شنبې په سهار وويل چې د ژغورنې عمليات په ډېره فعاله توګه روان دي. په دې پراخو بيړنيو عملیاتو کې يو شمير آژانسونه د پرسونل او اړينو وسايلو په اختېار کې ورکولو سره مرسته کوي.

د امريکا د ساحلي پوليسو يوه افسر مېتيو ويست د «سن» ورځپاڼې ته وويل: «موږ د دې عملياتو په ترڅ کې له وسایلو سره برخه اخیستې ده.»  د نوموړي په خبره په دې وسايلو کې دوې کښتۍ او يو څرخي الوتکه شامله ده.

تر اوسه دوه کسان ژغورل شويانځور: Celal Gunes/Anadolu/picture alliance

والس د مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې وويل چې سونار دستګاه په بندر کې «موټر» موندلي خو هغه یې د شمير له ښوولو څخه ډډه وکړه. 

د بالتيمور ګورنر ويس موور، د ژغورنې عملياتو په ترڅ کې بيړنۍ وضعيت اعلان کړی دی. نوموړي د تويتر له لارې ویلي: «موږ له هغو زړورو نارينه وو او ښځو څخه مننه کوو چې د اغیزمنو د ژغورنې له پاره هلې ځلې کوي او د ټولو د حفاظت له پاره دوعا کوو.»

تر اوسه دوه کسان ژغورل شوي

د بالتيمور د اطفایې مشر جېمز والس وويل چې دوه کسان له اوبو را ايستل شوي دي او زياته کړې یې ده چې د يوه روغتيایي حالت د انديښنې وړ دی.

والس د خبري کنفرانس په ترڅ کې د دې په زياتولو سره چې د تلفاتو شمير تغير کولی شي، وويل چې چارواکي «ښايي تر ۷ ډېرو کسانو پسې لټه وکړي.» هغه وويل: «دا يوه ستره پېښه ده.»

ب. ص/ ن. ز (آژانسونه)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب