1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا په کوربه توب په جرمني کي د اوکراين په اړه کنفرانس

۱۴۰۱ اردیبهشت ۶, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير لائيد آستن د اوکراين د دفاعي اړتياو په هکله په آلمان کي د خپلو اتحادي ملګرو د غونډي مشري کوي. مسکو ناټو په «بالواسطه جګړه» تورنه کړې ده.

Ukraine Region Donezk | Ukrainischer Soldat mit Javelin Rakete
انځور: Serhii Nuzhnenko/REUTERS

د امريکا پوځ هيله لري چي د آلمان په رمشتاين کي واقع امريکايي نظامي اډه کي جوړېدونکي کنفرانس کي به تر شلو زياتو هيوادونو استازي ګډون وکړي. دغه کنفرانس نن سه شنبې (۲۰۲۲م کال د اپريل ۲۶) دايريږي.

د امریکا د دفاع وزیر لائيډ آسټن د اوکراين تر سفر وروسته په دغه کنفرانس کي ګډون کوي. هغه د کيف د سفر په جريان کي د اوکراين د ولسمشر ولوديمير زيلنسکي سره د ملاقات پر وخت ورسره د بشپړ ملاتړ ژمنه وکړه.

لائيډ آسټن د دوشنبې په ورځ په کيف کي له خبريالانو سره د خبرو پر وخت وويل: «هغوی غواړي چي روسيه دومره کمزورې سي چي پر اوکراين د نظامي بريد په شان اقدام جوګه پاته نه سي.»

د امريکا متحده ایالاتو د پوځ مشر جنرل مارک ملي وويل چي د سه شنبې په ورځ تر سره کېدونکي کنفرانس مقصد دا دی چي له کيف سره په دفاعي چارو کي مرسته تنظيم او همږغې سي.

د هغه په وينا په دې ترڅ کي د هوايزر توپونو او وسله واله بې پلوټه الوتکو په شمول د نورو وسلو ورکړه شامله ده.

مارک ملی آلمان ته تر روانېدو مخکي وويل: «راتلونکي څو اونۍ ډېري زياتي مهمي دي.» هغه زياته کړې: «هغوی د جګړې په ډګر کي د بريالي کېدو له پاره دوامداره مرستو ته اړتيا لري، او د کنفرانس مقصد همدغه دی.»

د ناټو عمومي منشي ينس سټولنټنبېرګ هم ښايي په دغه کنفرانس کي ګډون وکړي. د هغه تر څنګ به د ناټو د غړو او نورو هيوادونو استازي هم ګډون وکړي.

مسکو: «ناټو په غير مستقيمه توګه د روسيې سره جګړه کوي»

د روسيې د باندنيو چارو وزير سيرګې لاوروف د روسيې پر دولتي تلويزيون د خبرو پر وخت وويل چي ناټو و اوکراين ته د وسلو په لېږد سره «په اصل کي له روسيې سره په غيرمستقيمه توګه په جګړه کي مصروفه ده.» د هغه په وينا دغه وسلې به په يقيني توګه د روسيې قواو پر ضد وکارول سي.

د روسيې د باندنيو چارو وزير وويل چي مسکو غواړي چي د اټومي وسلو د جګړې په هکله «مصنوعي» او تر اندازې زيات مبالغه آمېزه امکانات راکم کړي. هغه زياته کړه: «دا زموږ اصولي دريځ دی چي پرې عمل کيږي.»

سيرګې لاوروف وويل چي له اوکراين سره د سولې په تړاو خبري اتري ادامه لري. د هغه په وينا د دې ډېر قوي امکان سته چي پر يو تړون د لاسليک وروسته جګړه پای ته ورسيږي. د هغه په وينا البته دا د تړون پر شرايطو او په نظامي وضعيت پوري هم تړلې خبره ده.

د اوکراين د باندنيو چارو وزير ديمترو کوليبا د لاوروف د تلويزيوني مرکې د خپرېدو وروسته په خپل يو ټويټر پيغام کي وويل چي روسيه د نړۍ بېرولو خپل وروستی چانس هم له لاسه ورکړی دی. د هغه په وينا «د دې صرف يوه معنی کيدلای سي، او هغه دا چي مسکو ته د خپلې ماته اندازه لګېدلې ده.»

مسکو ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي سفر

ملګري ملتونه پر اوکراين د روسيې تر بريد درې مياشتي وروسته د اوکراين په ختيځ کي ولسي خلکو ته د مرستو رسولو له پاره هڅي کوي.

د ملګرو ملتونو سره منشي انتونيو ګوتېريش د سه شنبې په ورځ روسيې ته خپل درې ورځنی سفر پېلوي. دا په داسي حال کي ده چي د اوکراين د بحران د حل له پاره د ملګرو ملتونو پر محدود رول نيوکي هم کيږي.

کارپوهان په دې نظر دي چي ګوتېريش به په سياسي لانجه کي د ښکېلېدو پر ځای د بشري مرستو پر رسدو تمرکز ولري. هغه به په مسکو کي د ولسمشر ولاديمير پوتين او د خارجه وزير سيرګې لاوروف سره هم ملاقات وکړي. خو د هغه پر دغه سفر نيوکي هم کيږي.

په ژنيو کي د امنيتي پاليسۍ له پاره له مرکز څخه ژان مارک رکلي وايي: «دغه سفر پخپل طرز کي ناسم دی. په داسي حال کي چي په ټولنيزو رسنيو کي دومره زيات ناسم معلومات خپريږي، نو ګوتيريش هره خبره کيدلای سي چي د ښکيلو اړخونو له خوا د هغه بل اړخ پر ضد د وسلې له پاره وکارول سي.»

د ملګرو ملتونو امنيت شورا تر اوسه په دې نه ده بريالۍ سوې چي د اوکراين د بحران په تناظر کي د روسيې پر ضد اعلاميه خپره کړي.

آ./ا.ا./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب