1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا کانګرس له زمکې بهر موجوداتو په اړه بحث وکړ

۱۴۰۲ مرداد ۵, پنجشنبه

د امريکا متحده ایالاتو د استخباراتو پخوانی افسر ادعا کوي چې چارواکو د «بهرني موجوداتو» په اړه معلومات پټ کړي دي. خو د امریکا دفاع وزارت، پنتاگون دغه تورونه ردوي

USA Washington | Ufo Anhörung im Kongress
اوریدلUSA متحده ایالاتو واشنګټن | په کانګرس کې د انځور: Elizabeth Frantz/REUTERS

داستخباراتو پخواني افسر ډیویډ ګروش د چهارشنبې په ورځ د متحده ایالاتو کانګرس ته وویل،  چارواکي د «بهرني موجوداتو» شواهد پټوي. د امریکا د دفاع وزارت دغه ادعا رد کړې ده

د نامعلومو الوتونکو مخلوقاتو په اړه د ګروش ادعا څه ده؟

ګروش د کانګرس یوې کمیټې ته وویل، چې هغه «بالکل» باور لريامریکايي جنرال:‌ د افغان حکومت د سقوط ریښه د دوحې په تړون کې وه چې حکومت یو( يو ای پي) لري، هغه اصطلاح چې د پنټاګون له خوا د نامعلومو الوتونکو موجوداتو یا(يو اف او اس) سره تړاو ورکولو له پاره کارول کیږي.

ګروش وویل: «د خپلو رسمي دندو په بهیرکې، زه د څو لسیزو اوږد پروګرام څخه خبر یم چې له نړۍ څخه بهرنیانو د حادثې بیا رغونه او تحلیلونه په واک کې لري.» هغه وویل: «ما پريکړه وکړه هغه معلومات چې ما راټول کړي دغه ټول حال خپلو ریسانو او څو نورو څارنوالانو ته پرې راپور ورکړم او په حقیقت کې، يو بربنډوونکی شم.»

کله چې د جزیاتو له پاره فشار راوړل شو، گروش وویل، چې هغه تبصره نه شي کولی ځکه چې معلومات محرم دي. هغه وویل چې هغه په ​​شخصي توګه له هغو خلکو سره مرکې کړي دي چې د دې غیر انساني موجوداتو په اړه مستقیم معلومات لري.

هغه وویل: «زما شهادت د تر لاسه شویو معلوماتو پر بنسټ دی چې ما ته د هغو خلکو له خوا راکړل شوي چې د دې هیواد له پاره د مشروعیت او خدمت اوږد تاریخ لري.» هغه زیاته کړه چې د دغو کسانو ډیری يې د عکسونو، رسمي اسنادو، او شفاهي په زړه پورې شواهد شریک کړي.

د متحده ایالاتو استازي ټیم برچټ د دې نظر ملاتړ وکړ چې حکومت معلومات پټ کړي، خوهغه وویل: «موږ به معلومه کړو چې څه پټ دي.» هغه زياته کړه: «دا د حکومت د شفافیت خبره ده. موږ په داسې حکومت باور نه شو کولی چې پر خپلو خلکو باور نه کوي.»

امریکايي چارواکو د دغو ادعاوو په اړه څه ویلي؟

د دفاع وزارت ویاند تيم بورجت په یوه بیان کې وویل چې پلټونکو «د دې ادعا ملاتړ کولو له پاره هیڅ د تایید وړ معلومات نه دي موندلي، چې په تیرو وختونو کې د فضایي مخلوقاتو ترلاسه کولو یا تحلیل پورې اړوند کوم پروګرامونه شته دي، یا اوس مهال شتون لري.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب