1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د امريکا کانګرس په لومړي ځل د ترمپ ويټو رد کړه

۱۳۹۹ دی ۱۳, شنبه

دونالد ترمپ د هر وخت پخوا په پرتله کمزوری برېښي ځکه چې د استازو تر مجلس وروسته اوس د امريکا سنا هم د دفاعي بودیجې په وړاندې د ولسمشر ويټو رد کړې ده.

USA I Donald Trump nach der Präsidentschaftswahl
انځور: Susan Walsh/AP/picture alliance

د متحده آيالاتو کانګرس د دفاعي بوديجې په وړاندې د ولسمشر دونالد ترمپ ويټو رد کړې ده. په دې سره د متحده آيالاتو ولسي جرګې د دوه په درې رايو په اکثريت سره د ۷۴۰ مليارډو امريکايي ډالرو په مقدار د دفاع سږنۍ بودیجه منظوره کړې ده. دا د ترمپ په څلور کلنه دوره کې لومړی ځل دی چې د قانون د يوې مسودې په وړاندې د ولسمشر ويټو رديږي. دغه قانوني بسته اوس د ترمپ د لاسليک پرته هم تطبيقېدای شي.

په دې سره ولسمشر ټرمپ د جنورۍ په ۲۰مه د هغه د کاري دورې تر پای ته رسېدو تر مخه په کانګرس کې لويه ماته خوړلې ده چېرته چې جمهوري پالو هم له ده سره مخالفت کړی دی. د کانګرس ۸۱ سناتورانو دغې قانوني بستې ته مثبته رايه ورکړې ده (د ۱۳ مخالفو رايو په مقابل) او په دې ترتيب يې د ترمپ ويټو رد کړه.

د ۷۴۰ مليارډو ډالرو په مقدار بودیجه

د دفاعي بودیجې دغه قانوني بسته د ۷۴۰ مليارډه امريکايي ډالرو په مقدار پيسې او څه باندې ۴۵۰۰ صفحې رانغاړي. د دفاع بودیجه په امريکا کې د ۵۹ کلونو راهيسې د ټولو ګوندونو په ملاتړ سره تصويبيږي چې دغه خبره د سږ کال پر بودیجې هم صدق کوي.‌ دموکراتانو او جمهوري پالو دواړو دا هم ويلي دي چې له آلمان څخه د ترمپ له خوا د ډېرو عسکرو د ايستلو پلان به اوسمهال رد شي.

ولسمشر ترمپ به د جنورۍ پر شلمه نوي ولسمشر جو بایدن ته مسوولیت ورسپاري. انځور: picture-alliance/dpa/S. Applewhite

په دغه قانوني مسوده کې دا هم راغلي دي چې د متحده آيالاتو د دفاع وزير بايد کانګرس ته په يوه رپوټ کې تشريح کړي چې آيا دغه ډول يو شاتګ د متحده آيالاتو له ملي ګټو سره سمون لري او که نه. سربېره پر دې په دغه قانوني‌ مسوده کې دا هم راغلي چې د آلمان او روسيې د «نارت ستريم ۲» پايپلاين په وړاندې بنديزونه به لا وغځول شي.

د پوځي اډو په هکله بحثونه

ترمپ د توکم پالنې پر ضد تر مظاهرو وروسته د بېلابېلو پوځي اډو د نومونو بدلول هم نه غواړي. سربېره پر دې له افغانستان، سويلي کوريا او آلمان څخه د عسکرو د ايستلو بهير په قانوني لحاظ محدوديږي چې ترمپ دغه کار د اساسي قانون خلاف بولي.

ترمپ د افغانستان په شمول له یو شمیر هیوادونو څخه د امریکايي عسکرو اخراج پیل کړی وو. انځور: Brian Harris/Planet Pix/ZUMA/picture alliance

 د ولسمشر ټرمپ په خبره ولسمشر د اساسي قانون له مخې د وسله والو ځواکونو اعلی قوماندان دی. دا چې څومره عسکر چېرته په دندو ګمارل کيږي، له دې کبله هم په ولسمشر پورې اړه لري. تر دې مخکې ترمپ په خپله څلور کلنه کاري دوره کې اته ځله د کانګرس د قانوني مسودو په وړاندې خپله ويټو کارولې وه. خو تر دې دمه هيڅکله هم د ويټو د ردېدو له پاره لازم دوه په درې اکثريت موجود نه وو څو د ولسمشر ويټو په رښتيا سره هم رد شي.‌

sti/ie/ ن ص/خ ح

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب