د امريکا کي د افغانستان د جگړې د ملاتړو شمېر لا زيات ټيټ سوی دی
۱۳۸۹ مرداد ۱۳, چهارشنبهد امريکا په متحده ايالتونو کي د تر سره سوې يوې احصايې پايلي د سه شنبې په ورڅ خپرې کړل سوې. دغه احصاييه چي د امريکا د ولس مشر پاراک اوباما د محبوبيت او افغانستان د جگړې په هکله تر سره سوې وه. احصاييه ښيي چي په ويکي ليکس نومي وېبپاڼه کي د افغانستان د جگړې په هکله د محرمو اسنادو د خپرېدو وروسته په امريکايانو کي د اوباما او د افغانستان د جگړې په هکله شته شکونه لا زيات سوي دي.
احصاييه ښيي چي په پوښتل سوؤ امريکايانو کي يوازي ۴۱ فيصده د اوباما د کار څخه خوشاله دي. د ۲۰۰۹ م مېلادي کال د جنورۍ د مياشتي راهيسي دا د اوباما د محبوبيت تر ټوله ټيټي شمېرې دي. هغه کسان چي فکر کوي پر افغانستان د امريکا بريد يوه تېروتنه وه شمېر يې 43 فيصدو ته جگ سوی دی. هغه پداسي حال کي چي په ويکي ليکس کي د افغانستان د جگړې په هکله د لسگونو زرو محرمو اسنادو د بربنډېدو تر مخه د دغو امريکايانو شمېر 38 فيصده ؤ.
د افغانستان په جگړه کي د اوباما د پاليسۍ په هکله هم په امريکايي ولس کي شکونه زيات سوي دي. د روان کال د فرورۍ په مياشته کي 48 فيصدو امريکايانو د اوباما پر ستراتيژۍ ډاډ درلودی. خو په نوې احصاييه کي دغه شمېر و 36 فيصدو ته راټيټ سوی دی. د افغانستان د جگړې په پرتله په کورنۍ موضوع لکه د امريکا په اقتصادي تگلاره کي اوس هم 39 فيصده امريکايان د اوباما څخه راضي دي.
د روان مېلادي کال د جولای په مياشته کي په افغانستان کي د جگړې د پيل راهيسي په يوه مياشت کي تر ټولو زيات امريکايي عسکر ووژل سول. پدغه مياشت د وژل سوؤ امريکايي عسکرو شمير 66 ؤ. ددې وروسته په امريکايي ولس کي د افغانستان د جگړې په هکله لا زيات شکونه پيدا سول.
پداسي حال کي چي په ډسامبر کي د اوباما لخوا ژمنه کړل سوي نور دېرش زره امريکايي عسکر افغانستان ته رسېدونکي دي، امريکايي عسکر هڅه کوي چي وسله وال طالبان پر شا وتمبوي. د نوؤ عسکرو په رسېدو به په افغانستان کي د امريکايي عسکرو شمېر يو لک ته ورسيږي.
په ويکي ليکس وېبپاڼه کي د افغانستان د جگړې په هکله د لسگونو زرو محرمو اسنادو خپرېدنې د اوباما و مخالفينو ته نوي دلائل په لاس ورکړي دي. تنقيد کوونکي اوس و بربنډو سوؤ اسنادو ته په کتنه سره پر پاکستان گوتنيونه کوي چي ورباندي په نوموړو اسنادو کي د تونلارو وسله والو سره د اړيکو درلودلو تور لگول سوی دی. پخپله د ويکي ليکس لخوا د بربنډونو په هکله 66 فيصده امريکايان وايي چي دغه ناسم کار ؤ او 25 فيصده وايي چي دا سم کار ؤ.
خو اوباما د دوشنبې په ورڅ يو څل بيا پر دې خبره ټينگار وکړی چي په افغانستان کي پرمختگونه شوني او روان دي. د دفاعي چارو وزير رابرټ گيټس بيا د يکشنبې په ورڅ وويل چي په هلمند او کندهار کي په امنيتي او اقتصادي ډگرونو کي پرمختگونه سويدي.
ليکونکی: احمدولي اڅکزی/آژانسونه
کتونکی: عبدالباري حکيم