د امريکې د قرضو د ادا کولو توان ټيټ سوی دی
۱۳۹۰ مرداد ۱۵, شنبهسټېنډرډ اېنډ موډي نومي د قرضو د اعتبار پلټونکې شرکت د امريکا د متحده ايالتونو د قرضې اخيستلو د اعتبار درجه راټيټه کړې ده. د متحده ايالتونو په تاريخ کي دا لومړی ځل دی چي د قرضه اخيستلو د اعتبار درجه يې راټيټيږي.
د سټېنډرډ اېنډ موډي نومي شرکت د جمعې په ورځ د امريکا د قرضو اخيستلو د اعتبار د رجه د تر ټولو بهترينه درجې درې ځله اې څخه و دوه ځله اې مثبت ته راټيټه کړه. نوموړی شرکت د هغو شرکتونو څخه يو دی چي د قرضو د بېرته ادا کولو د توان په ترځ کي و هيوادونو ته درجې ورکوي.
د دې څخه تر مخه چي سټېنډرډ اېنډ موډي د امريکا د اقتصادي توان درجه راټيټه کړي نو يې د امريکا د اقتصادي چارو و وزارت ته د خپل راتلونکي دغه اعلان په هکله معلومات ورکړي ول. همدا ؤ چي د جمعې په ورځ د نوؤ درجو د اعلان تر مخه د امريکا د متحده ايالتونو د اقتصادي چارو د وزارت او د نوموړي شرکت تر منځ ټليفوني اړيکي ونيول سولې.
د امريکا د اقتصادي چارو د وزارت په غوښتنه نوموړي شرکت ورته هغه محاسبې ولېږدولې چي له مخي يې د امريکا اقتصادي اعتبار راټيټ کړی ؤ. خو وزارت وروسته وويل چي پدغو محاسبو کي يې د 2 بليونه ناسمه محاسبه يا حسابي تېروتنه وموندله او له همدې کبله د سټېنډرډ اېنډ موډي ټوله محاسبه او پدې توگه نتيجه گيري يې ناسمه ده.
سټېنډرډ اېنډ موډي هم ومنله چي په محاسبه کي ورڅخه تېروتنه سوې خو بيا يې هم د امريکا د اقتصادي اعتبار د راټيټېدنې د راپور اعلان وکړی.
نوموړي شرکت د متحده ايالتونو په هکله د خپلې وروستۍ پرېکړي په دليل کي ويلي دي چي د قرضو په هکله د حکومت او ريپبلکن گوند جوړ جاړی د متحده ايالتونو د قرضو د راټيټولو لپاره کفايت نه کوي.
د نوموړي شرکت د وروستۍ پرېکړي وروسته په نړۍ وال اقتصادي بازار کي د متحده ايالتونو حکومتي ارزښت لرونکي ونډي د جرمني، بريتانيې، فرانسې او کاناډا د ونډو په پرتله په ارزښت کي راټيټي سوي دي.
آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش