1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکايي ګورنري د پلان سوي تښتوني په خاطر سخته جزأ

۱۴۰۱ دی ۷, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د میشیګن ایالت ګورنري، ګریچن ویتمر د پلان سوي تښتوني په دلیل محکمې د هغه عامل په ۱۶ کاله بند محکوم کړی دی.

USA Gretchen Whitmer, Gouvernerin von Michigan
انځور: Democratic National Convention via CNP/abaca/picture-alliance

دا په امریکا کي تر ټولو یوه لوړه جزأ ده، چي په دغسي یوه حالت کي وضع کیږي. خو لکه څنګه چي ډیرو امریکايي رسنیو رپوټ ورکړی دی، بیا هم دغه جزأ د څارنوالۍ له خوا غوښتل سوي د ابدي حبس له سزأ څخه کښته وه.

محکوم سوی ۳۹ کلن کس د هغه د یوه بل ۴۷ کلن شریک سره په تیر اګست میاشت کي لا مسؤل پيژندل سوی وه، ځکه چي هغوی د ګریچن ویتمر تښتونه پلان کړې وه او په دې منظور یې د یوه بمب استعمالول هم په نظر کي نیولي وه.  
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب