1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکایې بې پیلوته الوتکو سیستم ویروس نیولی

۱۳۹۰ مهر ۱۶, شنبه

د امريکا د متحده ایالاتو د بی پیلوټه «پریدیتور او ریپر» الوتکو د کتنرول سیستم کمپیوتري ویروس نیولی. دغه الوتکي چي د امريکا څخه کنترولیږي پر ویروس درلودو سربیره هم په ليرو سیمو کي عملیات تر سره کوي.

بی پیلوټه الوتکي
بی پیلوټه الوتکيانځور: fotolia

دولتي چارواکي اوس پې دې خبره غور کوي، چې سیستم ته ننوتلی ویروس خطرناک دی که نه. دغه چارواکي دا خبره هم څېړي، چي یاد ویروس څنکه د امریکا د بی پیلوټه اتلوتکو د کنترول سیستم ته، چي په ناویدا کي پروت دی ننوتلی دی.

پیلوټان د دغه سیستم په کارولو سره د امریکا له ناویدا څخه په افغانستان، عراق او نورو هیوادونو کي بې پیلوټه الوتکې الوزوي.

یوه امریکایې چارواکي، چي د خپل نوم د بر بنډولو اجازه یې نه درلوده وویل، چي په سیستم کي کومه ستونزه رامنځ ته سوي، خو دغي ستونزي په نړۍ کي د بي پیلوټه الوتکو پر عملیاتو کوم تاثیر تر اوسه نه دی کړی.

د امريکا د دولت لخوا د بې پیلوټه الوتکو کارول د یاغیانو په له منځه وړلو او نښه کولو کي په یوې مهمي وسیلي بدل سوی.

دا په داسې حال کې ده چې د دغو الوتکو سیستم ته ور داخل سوی ویروس اوس د الوتکو د کنترول د سیستم د امنیت په اړه پوښتني رامنځ ته کړي دي.

د امریکا د پوځ د بې پیلوټه الوتکو په سیستم کې د ویروس د ننوتلو په اړه لومړی د وایرد مجلي د جمعې په ورځ راپور خپور کړ. دغي مجلې ویلې ول، چي ویروس د امریکایې پیلوټانو ټول اصلي حرکتونه ثبتوي.

د وایرد په حواله ستونزه لومړی ځل دوه اونۍ وړاندي لیدل سوي وه. دغي مجلې همدا راز لیکلي، چي لا تر اوسه پوري داسې کوم رپورټ په لاس کي نه سته چي د دغه مرکز پټ او مهرم اسناد دي له سیستم څخه کښل سوي وي.

د وایرد مجلي، د بی پیلوټه الوتکو د محافظتي سیستم د کارپوهانو په حواله ویلي دي، چي تر اوسه د سیستم څخه ددغه ویروس د ايسته کولو څو هڅي ناکامه سوي دي.

د امريکا متحده ایالات، د پریدیتور او ریپر، بې پیلوټه الوتکو څخه د یاغیانو او القاعدې په وړاندي په پاکستان، افغانستان او یمن کي کار اخیستی دی.

د روان کال په اګست کي د القاعدي دوهم نمره کس، الرحمان، او په جون کې د القاعدې یو بل مشر، کشمیري، د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ووژل سول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب