د امریکا او آلمان د دفاع وزیران د افغانستان په اړه وغږیدل
۱۳۹۵ بهمن ۸, جمعهاعلان
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت پنتاګون، له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د دفاع نوي وزیر، فون دیر لاین ته ډاډ ورکړی دی چې هیواد یې ناټو ته دوامداره ژمنتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د امريکا نوي ولسمشر دونالد ترمپ پر ناټو او اروپايي ټولنې باندې نیوکې کړې وې.
په دغه تلیفوني خبرو کې متیس په بالتیک او افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د آلمان له مشري او ونډې مننه کړې ده. هغه همداراز له ترهګرې سره د مبارزې په برخه کې د آلمان نقش ستایلی دی.
آلمان د یوې امریکایي پوځې اډې کوربه دی چې همدا اوس په کې ۳۵۰۰۰ امریکایي سرتیري میشت دي. دا په اروپا کې د امریکا تر ټولو لویه پوځي اډه ده.
متیسس او فون دیر لاین ژمنه کړې ده چې په راتلونکې کې یو له بل سره په اړیکه کې پاتې شي او د مونشن په امنیتي کنفرانس کې یو له بل سره وګوري.