د امریکا او جاپان درو پوهانو د نوبل طب جایزه وګټله
۱۴۰۴ مهر ۱۴, دوشنبه
د نوبل د طب جایزې منصفه هيئت له امریکا څخه میرمن مری برانکو او فرد رامسدل او له جاپان څخه شیمون ساکاګوچي د سږکال د نوبل د طب جایزې ګټونکي اعلان کړل. د دوی موندنې د بدن د محافظتي سیستم د فعالیت د څرنګوالي په هکله دي.
له متحده ایالاتو مري برانکو او فرد رامسدل او له جاپان څخه شیمون ساکاګوچي د ۲۰۲۵م کال د نوبل د طب جایزې ګټونکي شولانځور: Jonathan Nackstrand/AFP/Getty Images
له جاپان څخه ۷۴ کلن ساکاګوچي په ۱۹۹۵ کال کې لومړنی کلیدي کشف ترسره کړی و.
هغه وخت اکثره څېړونکي په دې نظر ول چې ايمني تحمل يا زغم یوازې د «مرکزي زغم» په نوم ېوې پروسې له لارې په تیموس غده کې د مضرو بالقوه محافظتي حجرو د لمنځه وړو له لارې رامنځ ته کيږي. ساکاګوچی وښوده چې ایمني یا حفاظتي سیستم تر دې هم پېچلی دی او داسې محافظتي حجرې ېې کشف کړې چې مخکې پېژندل شوې نه وې. دا هغه حجرې دي چې له Autoimmune disease يا خود ايمني ناروغیو څخه د بدن ساتنه کوي.
له امریکا متحده ایالاتو څخه برونکو او رامزدل دواړه د ۶۴ کلونو دي چې په ۲۰۲۱م کال کې ېې په دې هکله نور مهم کشفیات ترسره کړي دي.
دلته زموږ له آرشیف څخه د نوبل د سولې جایزې پر موضوع یو انځوریز رپوټ کتلی شۍ:
د تونس د ملي مذاکراتو څلورګوني پلاوې ته په دغه هيواد کې د دموکراسۍ د تامين په برخه کې د کړو پراخو فعاليتونو په خاطر د ۲۰۱۵م کال د نوبل د سولې جايزه ورکړل شوه. دغه څلور ګونی پلاوی، د تونس د کارګرانو عمومي اتحاديې، د تونس صنعتي کنفدراسیون، د تونس د بشر د حقونو ليګ او د دغه هيواد د حقوق پوهانو د ملي اتحاديه څخه متشکل دی.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Messara
۲۰۱۴- ملاله یوسفزۍ و کایلاش ساتیارتي
ملاله یوسفزۍ د پاکستان او کایلاش ساتيارتي له هندوستان څخه د ماشومانو د حقونو د تامين په خاطر د کړو مبارزو له پاره د نوبل د سولې جايزې ګټونکي شول. دوی پر ماشومانو او تنکي ځوانانو د فشارونو پر ضد، د هغوی د حقونو د لا تقویې او د تعليم او تربېې حقونو د تامين په برخه کې مبارزې وکړې. ملاله يوسفزۍ د خپلو فعاليتونو پر وخت د طالبانو په يوه وسله واله حمله کې ټپي شوې هم وه.
انځور: Reuters/Getty Images
۲۰۱۳- د کیمياوي وسلو د منع سازمان
د کیمياوي وسلو د منع سازمان (OPCW) چې مقر يې د هالند په هاله ښار کې دی د ډليزو وژونکو وسلو د لمنځه وړلو په خاطر پراخې هڅې وکړې او د همدغو هڅو په خاطر د ۲۰۱۳م کال د نوبل د سولې جايزې ګټونکی وپيژندل شو.
انځور: Getty Images/AFP/J. Thys
۲۰۱۲- اروپايي اتحاديه
د ۲۰۱۳م کال د نوبل د سولې جايزه اروپايي اتحاديې ته ورکړل شوه. دغه اتحادیه په څه باندې شپږو لسیزو کې په اروپا کې د سولې، دموکراسۍ او د بشر د حقونو د تامين په برخه کې مخکښه وه او په دې ترتيب د نوبل کميټې د اروپايي اتحاديې له دغو فعالیتونو څخه د نوبل جايزې په ورکړې ستاينه وکړه.
انځور: Reuters
۲۰۱۱- الن جانسن سیرلیف، لیما گبووی او توکل کرمان
الن جانسون سیرلیف او لیما گبووی دواړه د لایبریا او توکل کرمان د یمن څخه ده. دوی د ښځو د حقوقو د تقويې او تامين په برخه کې د خپلو له تاوتريخوالو پرته مبارزو په خاطر د دغې جايزې ګټونکي وپيژندل شول.
انځور: dapd/DW-Montage
۲۰۱۰- لیو شیائو
د چين د حکومت منتقد، ليو شيائو هم په خپل هيواد کې د بشر حقونو د تامين په برخه کې د تاوتريخوالو پرته مبارزو په خاطر د نوبل د سولې جايزې ګټونکي وپيژندل شو.