1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو تلیفوني خبرې کړي

۱۴۰۱ مرداد ۸, شنبه

په همدې حال کي بیا په تیره فبرورۍ میاشت کي د اوکراین د جنګ د شروع څخه د اول وار دپاره د امریکا د متحده ایالاتو او روسیې خارجه وزیرانو مستقیمي خبري سره کړي دي.

Bildkombo Außenminister Blinken und Lawrow

د امریکا خارجه وزیر، انتونیو بلینکن خبر ورکړ، چي هغه د تلیفون د لاري د خپل روسي سیال، سرګیې لاوروف سره خبري وکړې. په خبره یې هغه لاوروف ته وویل، چي نړی به «هیڅ وخت» د روسیې د خوا د اوکرایني منطقو الحاق ونه مني.

د روسیې خارجه وزیر، سرګیې لاوروف په حواله بیا هغه بلینکن ته واضح کړې ده، چي اوکراین ته دغرب درنې لیږل سوي وسلې په جنګي ساحو کي د کوچنیانو د وژنو سبب کیږي.

د دوی د خبرو بله موضوع د امریکا او روسیې ترمنځ د نیول سوو بندیانو د ممکنه تبادلې پر سر وه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب