1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا حکومت چین ته لوړ رتبه هئیت لیږي

۱۴۰۱ آذر ۲۰, یکشنبه

د پیکینگ څخه د امریکا د حکومت د یوه لوړ رتبه هییت کتنه به د نړئ د دغو دواړو لویو اقتصادي قدرتونو ترمنځ تشنج راکم کړي.

Indonesien Bali G20-Gipfel | Treffen Xi Jinping, Präsident China & Joe Biden, Präsident USA
انځور: Kevin Lamarque/REUTERS

د چین او امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیسانو، شي جین پینگ او جو بایدن تر لیدني کتني یوه میاشت وروسته انتظار کیږي، چي د پیکینگ څخه د امریکا د حکومت د یوه  لوړ رتبه هئیت کتنه به د نړۍ د دغو دواړو لویو اقتصادي قدرتونو ترمنځ تشنج راکم کړي. 
لکه څنگه چي د امریکا د متحده ایالاتو خارجه وزارت پرون شنبه په واشنگټن کي خبر ورکړ، چین ته په تلونکي دغه هئیت کي به د امریکا د شرقي اسیا - پاسفیک کمیسار، دانییل کریتنبرینک او د ملي امنیت له شورا څخه د چین -تایوان کمیساره، لورا روزنبیرگر شامل وي چي د نن یکشنبې څخه به د چین تر څنگ د جنوبي کوریا او جاپان څخه تر راتلونکي چهارشنبې ورځي پوري ملاقاتونه وکړي. 
د دغو دواړو هیوادونو تر منځ مناسبات خړ پړ دي. د دوی تر منځ په شخړه ایزو مسایلو کي د تایوان سره د چلند، د شمالي کوریا د اټومي پروگرام څخه د چین ملاتړ او د امریکا په متحده ایالاتو کي د چین د تکنالوژیکي صادراتو محدودیتونه شامل دي. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب