1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«که طالبان خپلې ژمنې عملي نه کړي، تړون به باطل کړو»

۱۳۹۸ اسفند ۱۰, شنبه

د امریکا دفاع وزیر له ولسمشر غني او د ناټو له مشر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې که طالبان خپلې ژمنې او له افغان حکومت سره د خبرو ژمنې عملي نه کړي، نو امریکا به د شوي تړون په «بې تاثیره کولو کې زړه نا زړه نه شي».

USA Delegation Verteidigungsministerium in Kabul Afghanistan
انځور: Reuters/Afghan Presidential Palace

کله چې په دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د تړون د لاسلیکیدو مراسم روان وو، نو په کابل کې هم ولسمشر غني د امریکا متحده ایالاتو د دفاع له وزیر مارک ایسپر او د ناټو له سرمنشي ینس ستولتنبرګ سره په یوه ګډ کنفرانس کې راڅرګند شو.

په دې کنفرانس کې ناټو او امریکا متحده ایالاتو یو ځل بیا له افغان ځواکونو او حکومت سره خپله ژمنه تازه کړه. امریکایي چارواکي همداراز ټینګار وکړ چې له طالبانو سره یې د تړون ټول ټکي مشروط دي او د هیواد ځواکونه به یې شرایطو ته په کتو سره له افغانستان څخه وځي.

ایسپر وویل چې که طالبان خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې نه شي، نو دا چانس به له لاسه ورکړي چې له افغانانو سره خبرو ته کښینې او د هیواد د راتلونکي په اړه خبرې وکړي. هغه زیاته کړه: «او امریکا متحده ایالات به هم په دې کې زړه نا زړه نه شي چې [د طالبانو او امریکا] تړون باطله کړي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل