1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا د دفاع وزیر کابل ته رسیدلی دی

۱۳۹۸ اسفند ۱۰, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک ایسپر، د شنبې په ورځ کابل ته ورسید. دا په داسې حال کې ده چې په همدې ورځ امریکا او طالبان په قطر کې یو تړون لاسلیکوي. تر هغه مخکې د ناټو سرمنشي هم کابل ته رسیدلی وو.

USA Delegation Verteidigungsministerium in Kabul Afghanistan
انځور: picture alliance/AP Photo/L. C. Balbor

کارپوهان وایي چې افغانستان ته د ایسپر او د ناټو د سرمنشي سفر په دې نیت ترسره شوی دی چې افغان حکومت ته ډاډ ورکړي چې امریکا او ناټو د افغانستان په تړاو خپلو پخوانیو ژمنو ته وفاداره ده.

تمه کیږي چې د شنبې په ورځ به په قطر کې د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړي چې له مخې یې امریکایي ځواکونه په مشروط او تدریجي بڼه له افغانستان څخه وځي.

د دې په بدل کې به طالبان له ترهګرو سره خپلې اړیکې وشلوي او له افغانانو سره به خبرو ته کښیني.

تمه کیږي چې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو د تړون تر لاسلیکیدو وروسته به د ناټو سرمنشي او د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر به له افغانستان سره یوه ګډه اعلامیه خپره کړي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل