د امریکا د دفاع کابل ته ناڅاپي سفر کړی
۱۳۹۶ اردیبهشت ۴, دوشنبهدا د دفاع وزیر په توګه افغانستان ته د متيیس لومړی سفر دی. هغه به په خپل دې سفر کې د ولسمشر اشرف غني، په ګډون له یو شمیر لوړپوړو افغان چارواکو سره وویني.
د متییس تر سفر مخکې د امریکا پوځ په افغانستان کې خپل تر ټولو لوی غیر اتومي بم کارولی چې د داعش د تولونو یوه شبکه په نخښه کړي.
د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر په یوه ډیر حساس وخت کې افغانستان ته رسیږي. د تیرې جمعې په ورځ طالبانو په بلخ ولایت کې د افغان پوځ پر یوې پوځي اډې باندې برید وکړ او شاوخوا ۱۴۰ تنه یې ووژل. تر پیښې وروسته د افغانستان د دفاع وزیر او لوی درستیز، له خپلو دندو استعفأوي وکړې.
دغه پیښه له واکه تر ګوښه کیدو ۱۵ کاله وروسته، د افغانستان په شمال کې د طالبانو وړتیا ښيي. په وروستيو وختونو کې دغي ډلې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
متییس تر دې مخکې په افغانستان کې دنده ترسره کړې ده. هغه اوس د ولسمشر دونالد ترمپ له پاره د افغانستان د جګړې په اړه ارزونې وړاندي کوي. دا د امریکا متحدو ایالاتو په تاریخ کې له هیواده دباندي تر ټولو اوږده جګړه ده.
جیم متییس په وروستیو ورځو کې دویم لوړپوړي امریکایي چارواکی دی چې افغانستان ته سفر کوي. تر هغه مخکې د ولسمشر دونالد ترمپ د ملي امنیت سلاکار جنرال مکماستر، هم افغانستان ته رسیدلی وو.