1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا:‌ پاکستان لا هم ترهګرو ته پټنځایونه ورکوي

۱۳۹۹ تیر ۵, پنجشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کلنی رپوټ وايي چې پاکستان اوس هم ترهګرو ډلو ته خوندي پټنځایونه ورکړي. افغان حکومت د دې رپوټ هرکلی کړی. خو د اسلام اباد غبرګون څه دی؟

USA | US-Außenminister Pompeo empfängt Pakistans Außenminister Qureshi
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Owen

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۹م کال په کلني رپوټ کې پاکستان یوځل بیا د ترهګرو له پاره خوندې ځای بلل شوی. په رپوټ کې پر پاکستان تور لګول شوی چې طالبان او د لښکر طیبه په څېر سخت دریځې ډلې له پاکستان څخه په افغانستان او هند کې وسله وال فعالیتونه تنظیموي.

په رپوټ کې راغلي دي:«پاکستان اوس هم د ترهګریزو ډلو له پاره پټنځای دی، طالبان له دغو پټنځایونو په افغانستان کې، لښکر طیبه او نورې ډلې بیا په هند کې وسله وال فعالیتونه کوي، پاکستان ددغو ډلو پرضد نه یواځې دا چې ګام نه اخلي بلکي لایې ترشا ولاړ دی.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۹م کال کې د سخت دریځو ډلو پروړاندې د پاکستان ځیني ګامونه ستایلي هم دي، خو وايي دا بسنه نه کوي.

د کابل او اسلام اباد غبرګون

افغان حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دغه راپور څخه هرکلی کړی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن پنجشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د جون ۲۵مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل، چي په پاکستان کې د ترهګریزو ډلو د شتون په اړه یې تل خپلې اندېښنې په ډاګه کړي دي. هغه وويل: «کله چې د پاکستان لوی درستیز جنرال باجوه کابل ته راغلی وو، د افغانستان حکومت له نوموړي سره په دې اړه بحث کړی او پاکستان یو ځل بیا د افغانستان سولې بهیر ته ژمنتیا ښودلې.»

خو هاخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروستی رپوټ اسلام اباد ناهیلی کړی. په دې اړوند اعلامیه کې راغلي دي چې پاکستان د القاعده په ځپلو کې مهم رول لوبولی.

دغه راز، په سیمه کې پاکستان له نورو ترهګریزو ډلو سره په سخته مبارزه بوخت دی: «پاکستان به هیڅ ډلې یا بنسټ ته اجازه ورنه کړي چې خپله خاوره د کوم هیواد پر ضد وکاروي. برعکس، دا پاکستان دی چې د بهر میشته او بهرنیو ملاتړ کوونکو ډلو لکه د تحریک طالبان پاکستان، داعش او نورو ترهګریزو ډلو له ګواښ سره مخامخ دی.»

انځور: Getty Images/AFP/M. Ralston

د افغانستان د ولسي جرګې یوه غړي ګل احمد نورزاد دویچه ویله ته وویل، له ترهګریزو ډلو د پاکستان ملاتړ نوې خبره نه ده.

د پارلمان ددغه غړي په وینا په دې برخه کې پر پاکستان لازم او صادقانه فشار په کار دی: «پاکستان د افغانستان په ناامن کولو کې رول لري، اسلام اباد باید مجبور کړای شي چې د ترهګریزو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.»

خو هاخوا په اسلام اباد کې پاکستاني ژورنالیست او شنونکي طاهر خان دویچه ویله ته وویل، د ترهګریزو ډلو د ملاتړ او دواړو هېوادونو کې د وسله والو فعالیتونو په اړه باید کابل او اسلام اباد خبرې وکړي.

طاهر خان وویل افغان سولې بهیر کې د پاکستان پر رول سترګې پټول پاکستاني چارواکي ناهیلي کولای شي.

دغه پاکستاني خبریال د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف څو کاله مخکې څرګندونو ته په اشارې سره وویل: «د پاکستان پخواني لومړي وزیر نوازشریف په ۲۰۱۵م کال کې په امریکا کې یوه خبره کړې وه چې په یوه وخت پاکستان دوه کاره نه شي کولای چې "طالب مړ هم کړه او طالب د خبرو میز ته هم راوله".» 

اوس یوه مهمه پوښتنه دا هم ده چې ایا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه کلنی راپور به د افغان سولې پر بهیر اغیز وکړي؟ طاهر خان وویل، امریکا د افغانستان په سولې بهیر کې د پاکستان له رول څخه خوشاله ښکاري. دغه راز، امریکا راتلونکو بین الافغانی خبرو په پیل کې هم له پاکستان څخه تمې لري.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل