د امریکا د مرستو بندیدل د پولیو له منځه وړل ځنډوي
۱۴۰۳ اسفند ۱۳, دوشنبه
د روغتیا نړیوال سازمان له هغو ډلو لکه د ملگرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ صندوق «یونسف» او د پولیو د له منځه وړلو له پاره د بیل گیتس بڼسټ سره گډ کار کوي. د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د متحده ایالاتو پلان سوي وتل د دې سازمان هڅې اغیزمنې کړي دي چي په هغو کي د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي له پاره د متحده ایالاتو له مرکزونو سره د همکارۍ ځنډول هم شاملیږي.
لکه څنگه چي د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت، په ټوله نړۍ کي د امریکا متحده ایالاتو د پراختیايي مرستو آژانس (USAID) د مرستو ۹۰ سلنه راکمه کړه، ترڅو مرستې د ولسمشر ترمپ د « اول امریکا» له سیاست سره همږغي کړي، تیره اونۍ د ملگرو ملتونو له کوچنیانو څخه د ملاتړ صندوق «یونیسف» هم د کوچناینو د فلج یا «پولیو» مالي مرسته په ټپه ودروله.
د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځي مدیترانې د سیمي د پولیو یا کوچنیانو د فلج د له منځه وړلو د برنامې مدیر حمید جعفري، ویلي دي چي په مجموع کي دغه گډ کار له امریکا متحده ایالاتو څخه ۱۳۳ میلیونه ډالر چي په روان کال کي یې اټکل سوی ؤ، کسر لري. په دغه سیمه کي دوه هیوادونه افغانستان او پاکستان شاملیږي چي د کوچنیانو د فلج وحشي بڼه پکښي د پراخیدو په حال کي ده.
جعفري ویلي دي، که د بودیجې کمښت همداسي ادامه پیدا کړي، امکان لري چي د پولیو له منځته تلل وځنډیږي او د لا زیاتو کوچنیانو د فلج کیدو سبب سي. هغه زیاته کړې ده چي هرڅومره چي د کوچنیانو د فلج کیدو پای ته رسول ډیر وخت ونیسي، هغومره به ډیر لگښت وغواړي.
اړوند:د پوليو يا ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ په هکله مهم ټکي
هغه ویلي دي چي شریکان د بودیجې له کمبود سره د مقابلې له پاره پر امکاناتو کارکوي چي په تیره بیا به پر کارکوونکو او څارني باندي اغیز ولري، خو هغه هیله مند دی چي د امریکا متحده ایالات به بیا هم د پولیو پر وړاندي مبارزه کي مالي تمویل ته ادامه ورکړي.