سپیني ماڼۍ تائید کړې ده چې د ولسمشر ترمپ د ملي امنیت سلاکار، مایکل فلین د دوشنبې ورځې په ماښام ناوخته د روسیې له چارواکو سره د تلفوني خبرو د جنجال له امله له خپلې دندې لاس پر سر شو.
داسې رپوټونه هم ترلاسه شوي چې مخکې له دې چې ترمپ واک ته ورسیږي، فلین د روسیې له چارواکو سره د خپلو اړیکو په هکله د امریکا د ولسمشر مرستیال او د ترمپ د ادارې نور چارواکي نه ول خبر کړي.
فلین په خپل استعفالیک کې لیکلي چې سپیني ماڼۍ ته د ترمپ د ورتګ پرمهال هغه په واشنګټن کې د روسیې له سفیر سره څو ځله تلفوني اړیکې نیولې وې. په استعفالیک کې نوموړي همدا راز ویلي دي چې هغه د همدې خبرو او اړیکو په هکله د ولسمشر مرستیال ته «مکمل معلومات نه ول ورکړي.»
فلین په خپل استعفالیک کې همدا راز لیکلي دي: «له بده مرغه او د پیښو د چټکتیا له امله ما د روسیې له سفیر سره د تليفوني اړیکو په هکله د امریکا د ولسمشر مرستیال او نورو ته سهواً نامکمل معلومات ورکړي.»
ممکنه غیر قانوني تليفوني اړیکې
فلین د امریکا د ولسمشر مرستیال پینس ته ویلي ول چې د ترمپ تر لوړي څو اوونۍ مخکې هغه د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما له خوا پر روسیې باندې د بندیزونو د وضع کولو په هکله له روسي چارواکو سره خبري نه دي کړي. له همدې کبله پینس په ګڼ شمیر تلویزونونو کې د فلین دفاع کوله.
په وروستیو ورځو کې، فلین منلې وه چې امکان لري هغه له روسي چارواکو سره د بندیزونو پر سر خبري کړې وي خو ویلي یې ول چې «سل په سلو کې ډاډه نه یم.»
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي د تیري اوونۍ د یوه رپوټ په حواله، ویل کیږي چې فلین د ډیسمبر مياشتي پر ۲۹ نیټه په واشنګټن کې د روسیې له سفیر سرګي کیسلیک سره پر مسکو باندې د بندیزونو د لیرې کولو پرسر خبرې کړي وې. په همدې ورځ د امریکا متحدو ایالاتو پخوانې ولسمشر بارک اوباما په ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین په ترڅ کې د روسیې د لاس وهنو له امله پر دې هیواد د بندیزونو لگولو اعلان وکړ.
دغو خبرو په ممکنه ډول سره د لوګن قانون مات کړی. دغه قانون ملکي کسان له بهرنیو چارواکو سره د سیاسي اړیکو له ټینګولو منع کوي.
د یو ډول ګواښلو ویره
ځینو سرچینو اسوشیتد پریس خبري اژانس ته ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ داسې رپوټونه هم ول چې د امریکا عدلیې وزارت د ترمپ ادارې ته څو اونۍ مخکې د فلین د تلفوني خبرو د محتوا او ډول په هکله چارواکو ته د ناسمو معلوماتو د ورکړې له امله خبردارۍ هم ورکړی وو.
د امریکا متحدو ایالاتو پخواني لوی څارنوال سالي یاتس ویلي ول چې فلین به ممکن خپل ځان په خطر کې اچولی وي او د تليفوني اړیکو له امله به کیدای شي له ګواښونو سره هم مخ شي. یاتیس وروسته له هغې چې امريکا ته د اوو اسلامي هیوادونو د وگړو پر وتگ د ترمپ د بندیز ممناعت وکړ، له خپلې دندې ګوښه کړای شوه.
ترمپ د فلین د ځای ناستې په توګه تقاعد شوی ډګر جنرال کایت کیلوګ خپل د ملي امنیت د سلاکار په توګه نومولی دی خو دا لا معلومه نه ده چې هغه به پر دې دنده پاتې شي او که نه.
نور مطالب:
د امریکا متحدو ايالاتو راتلونکي ولسمشر دونالد ترمپ تقريباً ټولو وزارتونو او مهمو پستونو ته کانديدان معرفي کړي دي. د دوی ډېری سپين پوستان او شتمن دي. د ترمپ د حکومت ملگري په انځورونو کي:
انځور: picture-alliance/ZUMA د امريکا راتلونکي ولسمشر دونالد ترمپ اوس تقريباً د ټولو وزارتونو او مهمو پستونو له پاره کانديدان معرفي کړي دي. که لنډ وويل سي، نو هغه اکثره سپين پوستان، شتمن او غيرسياسي خلک دي.
انځور: picture-alliance/ZUMA مايک پنس (Mike Pence) د جمهور رئيس مرستيال معرفي سوی دئ. هغه د ترمپ د ټيم يو له محدودو کسانو څخه دئ، چي سياسي تجربه لري. پنس ۱۲کاله د مجلس استازی وو او له ۲۰۱۳م کال راهيسي د اينديانا ايالت والي دئ.
انځور: Reuter/S. Morganرکس تيلرسون (Rex Tillerson) بهرنيو چارو وزارت ته کانديد دی او ديپلوماتيکه تجربه نه لري. د اکسون موبيل نفتي کنسرن د مديره هيئت دغه ۶۴کلن غړی له روسيې سره ښې اړيکي لري او پوتن هغه ته د «دوستی مډال» ورکړی دئ.
انځور: Getty Images/AFP/N. Baloutجف سشنز (Jeff Sessions) عدليې وزارت ته کانديد دئ. د آلاباما ايالت دغه سناتور په ۱۹۴۶م کال کي زېږېدلی دئ. هغه د مهاجرت د کنترول غوښتونکی دئ. ۳۰ کاله دمخه پر هغه باندي د نژادپالني تور د دې سبب سو چي د فدرالي قاضي مقام ته و نه رسېد.
انځور: Getty Images/AFP/J. Samadجميز متيس (James Mattis) دفاع وزارت ته کانديد دئ. د سمندري ځواکونه دغه متقاعد جنرال په ۱۹۵۰م کال کي زېږېدلی دئ. هغه چي د «ليوني سپي» په مستعار نوم پېژندل سوی، له ۲۰۱۰م تر ۲۰۱۳م کاله پوري د امريکا پوځ د مرکزي قوماندۍ قوماندان وو. د دفاع وزارت ته د هغه انتخاب د سنا مجلس په لاس کي دی، ځکه پر يوه پست باندي ۷ کاله د متقاعد جنرال د مقررۍ اجازه نه سته.
انځور: picture alliance/AP Photoجان کلي (John Kelly) د کورني امنيت ادارې ته کانديد سوی دئ. هغه په ۱۹۵۰م کال کي زېږېدلی او د امريکا د سمندري ځواکونو متقاعد جنرال دئ. د هغه يو زوی د افغانستان په جنگ کي وژل سوی دئ او خپله هم د «جنوب قوماندانۍ» عمومي قوماندان وو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Balce Cenetaبن کارسون (Ben Carson) چي د مغز او اعصابو متقاعد جراح دئ، د ښار جوړولو وزارت ته کاندي دئ. هغه په گوندي انتخاباتو کي د ترمپ سيال وو. د هغه محافظه کاره ليدلوري ځان ته توجو جلب کړې ده.
انځور: Getty Images/C. Somodevillaبتسي ديواس (Betsy Devos) د زده کړو وزارت ته کانديده ده. هغه د زده کړو سيستم د خصوصي کولو پلوۍ ده. بتسي، چي د ميلياردر ريچارد ديواس له زوی «ديک» سره واده کړی، څو کاله په ميشيگان ايالت کي د جمهوري غوښتونکو گوند مشره وه او هر کال ئې له دغه گوند سره ډېري مالي مرستي کولې.
انځور: Picture-Alliance/AP Photo/C. Kaster۷۹کلن ويلبر راس (Wilbur Ross) چي خپله هم بانک لري، اقتصاد وزارت ته کانديد دئ. دغه ميلياردر د فولادو او ډبرو سکرو هغه شرکتونه رانيولي دي چي له ډېوالي کېدو سره مخامخ ول. هغه چي په انتخاباتو کي د ترمپ ملاتړ کاوه، ټينگار ئې کاوه چي «امريکا يوه نوي پلان ته اړتيا لري».
انځور: picture-alliance/newscom/J. Angelilloستيون منوچين (Steven Mnuchin) د خزانې وزارت ته کانديد دئ. هغه په ۱۹۶۲م کال کي زېږدلی او د ترمپ ټيم تر ټولو ځوان غړی دئ. د هغه پلار بانک لري او پخپله هم د ونډو په بازار کي په ميليونونو ډالره پانگونه کړې ده. هغه د هاليود فيلمونو په جوړولو کي هم پانگونه کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Kasterاندي پوزدر (Andy puzder) چي د کار وزارت ته کاندي دئ، په ۱۹۵۰م کال کي زېږېدلی دئ. هغه په ټوله نړۍ کي د چټو خوړو رسولو رستورانتونو اجرائيه رئيس دئ.
انځور: Reuters/File Picture/M. Segarايلين چائو (Elaine Chao) تايوانۍ هډه امريکايي سياستواله ده چي د ترانسپورت وزارت ته کانديده سوې ده. هغه چي په ۱۹۵۳م کال کي زېږېدلې ده، د جورج بوش د واکمنۍ پرمهال د کار وزارت وزيره وه.
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Kasterتام پرايس (Tom Price) د روغتيا وزارت ته کانديد دی. د هډوکو دغه ډاکتر د جورجيا ايالت په شپږمه حوزه کي د جمهوري غوښتونکو استازی وو. هغه په ۲۰۱۲م کال د امریکا د استازو مجلس ته ولاړ او له يوه کال راهيسي د بوديجې کمېسيون مشرتوب پرغاړه لري.
انځور: Reuters/J. Robertsنيکي هيلي (Nikki Haley) د ترمپ د ټيم تر ټولو ځوانه غړې ده. هغه چي په ۱۹۷۲م کال زېږېدلې ده، پتېيل سوې ده چي په ملگرو ملتونو کي به د امريکا سفيره سي. هغه له ۲۰۱۱م کال راهيسي د جنوبي کارولينای ايالت والۍ ده. د هغې مور او پلار د هند د پنجاب ايالت مهاجر ول.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Reynoldsرينس پريبس (Reince Priebus) هم په ۱۹۷۲م کال کي زېږېدلی. دغه يونانی هډه امريکايي سياستوال او وکيل به د سپيني ماڼۍ د تشکيلاتو رئيس وي. هغه اوس د جمهوري غوښتونکو گوند د ملي کمېټې مشر دئ.
انځور: Reuters/M. Segarمايک پمپئو (Mike Pompeo) د سي آی اې سازمان مشرتوب ته نومول سوی دئ. پمپئو چي په ۱۹۶۳م کال کي زېږېدلی دئ، د استازو په مجلس کي د کانزاس ايالت استازی دی. هغه د گوانتانامو زندان د تړلو مخالف دئ.
انځور: Getty Images/AFP/S. Loebمايک فلين (Mike Flynn) د دونالد ترمپ د ملي امنيت سلاکارۍ ته نومول سوی دئ. د امريکا د مځکنيو ځواکونو دغه متقاعد ډگرجنرال په ۱۹۵۸م کال کي زېږېدلی دئ. هغه «اسلام سرطان بللی دی.» په انځور کي له هغه سره زوی هم ښکاري.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Kasterسکات پرويت (Scott Pruitt) د چاپيريال ساتني ادارې مشرتوب ته نومول سوی دئ. هغه په ۱۹۶۸م کال کي زېږېدلی دئ. پرويت له اوکلاهاما ايالت څخه د اوباما پر هغه پلان نيوکه کوله چي د پاکي انرژۍ په برخه کي ئې لاره.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Harnik