سپینې ماڼۍ د تیري جمعې په ورځ (۲۰۲۲م کال اپریل ۱۵) د امریکا د ولسمشر جوبایدن د ۲۰۲۱م کال د مالیاتو راپور خپور کړ.
د مالیې د دغه راپور له مخې ویل شوي دي چې بایدن او د هغه مېرمنې ۶۱۰ زره ډالر عاید درلود چې بیرته یې له همدې پیسو ۱۸۴ زره ډالره مالیه ورکړې ده.
د ولسمشر او نورو لوړ پوړو امریکايي چارواکو څخه د مالیاتو د سندونو خپرول په متحده ایالاتو کې یو عام دود دی او د جو بایدن د مالیې سندونه له شاوخوا ۲۴ کلونو راهیسې خپریږي.
خو د امریکا پخواني ولسمشر دونالد ترمپ له دغه دود سره مخالفت ښود. ترمپ د خپلې څلور کلنې دورې په موده کې د خپلو مالیاتو د اسنادو له خپرولو ډډه وکړه؛ هغه مسله چې د امریکا په سیاسي تاریخ کې بې سارې ګڼل کیده.
ترمپ له اوږدې مودې راهیسې د مالي مسلو او مالیاتو اسنادو په اړه په قانوني شخړو کې ښکیل دی او په مکرر ډول یې د خپلو مالیاتو اسنادو د افشا کیدو د مخنیوي له پاره له بېلا بېلو لارو څخه ګټه اخیستې.
تر ټولو لوړ معاشونه په کومو ۱۰ هيوادونو کي؟
نیویارک ټایمز ورځپاڼه په ۲۰۲۰م کال کې وتوانیده چې د ترمپ د مالیاتو ځینې معلومات ترلاسه کړي.
ورځپاڼې د ترمپ د مالیاتو د ورکړې په اړه په یوه راپور کې لیکلي دي چې هغه په ۲۰۱۶م کال کې چې ټاکنې یې وګټلې یوازې ۷۵۰ ډالره کلنۍ مالیه ورکړې وه.
د بایدن مرستیالې کامالا هریس او د هغې مېړه دوګ امهوف په ۲۰۲۱م کال کې یو میيلون او ۶۶۰ ډالره عاید درلود.
د دغې جوړې د عایداتو یوه برخه د مځکو له پلورلو او د هریس د خاطراتو د کتاب له پلورلو ترلاسه شوې ده.
په ۲۰۱۹م کال کې د دواړو د عاید کچه درې میلیونه او ۳۰۰ زره وه هغه مهال هریس سناتوره وه او مېړه یې د وکیل په توګه کار کاوه.
د نړۍ مهم او مشهور مشران څومره معاش لري؟
د نړۍ د مهمو حکومتونو او دولتونو مشرانو ته د مياشتې څومره معاش ورکول کيږي؟ په دې انځوريز راپور کې یې په اړه معلومات. انځور: picture-alliance/dpa/A.Warnecke د نړۍ د حکومتي مشرانو په ډله کې تر ټولو زيات معاش د سنگاپور صدراعظم لي شين لونگ اخلي. نوموړی هره مياشت د خپلو خدماتو په بدل کې يو لک ۴۵ زره امريکايي ډالر ترلاسه کوي.
انځور: imago/ZUMA Press/UPI د سويس چې رسمي نوم سويس کنفدراسيون دی، د ولسمشر ايلاين بيرسيت مياشتنی معاش کابو ۳۶ زره ډالره جوړيږي.
انځور: Reuters/D. Balibouse د آلمان د صدراعظمې انگلا ميرکل معاش د اروپايي ټولني د ټولو غړيو هيوادونو تر لومړيو وزیرانو زيات دی او په نړۍ کي بيا دريم مقام لري. د پارلمان د غړې او د صدراعظمې په توگه نوموړې په ټولیزه توگه په مياشت کې ۲۷۷۹۳ يورو (څه د پاسه ۳۶ زره ډالره) معاش اخلي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Schrader د استراليا د صدراعظم ميلکم ترن بل، کلنی معاش پنځه لکه ۲۸ زره استرالیايي ډالر ده، چې د مياشتي ۳۳ نيم زره امريکايي ډالره وي. په دې توگه دی د لوړ معاش لرونکو مشرانو په کتار کې څلورم ځای لري.
انځور: Reuters/R. Rycroft د امريکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ مياشتنی معاش ۳۳۳۳۳ ډالره دی. ترمپ که څه هم په دې توگه په دې کتار کې پنځم مقام لري، خو نوموړي د معاش د نه اخيستو اعلان کړی دی.
انځور: Getty Images/Pool/R. Sachs د «ويج انديکيتر» په نامه مالي مجلې په حواله د بيلجيم صدراعظم چارلس مشيل په مياشت کې د ۲۸ زره ډالرو په اخیستو سره په نړۍ کې ۶ او په اروپا کې د معاش په برخه کې دويم مقام لري.
انځور: Reuters/F. Lenoir د ايټاليا جمهوررئيس ته د میاشتې ۲۳ زره امريکايي ډالرو معادل تنخوا ورکول کيږي.
انځور: Reuters/Presidential Press Office د کانادا لومړی وزير جستن ترودو، په نړۍ کي د ډير معاش ترلاسه کوونکو مشرانو په دې نوملړ کې ۸ مقام لري او مياشتنی معاش یې څه کم ۲۲ زره امريکايي ډالره دی.
انځور: picture-alliance/empics/The Canadian Press/J. Tang د استونيا ۳۸ کلنه ولسمشره کرستي کاليو لايد، هره مياشت د ۲۰ زره امريکايي ډالرو معادل معاش ترلاسه کوي.
انځور: Getty Images/AFP/T. Charlier د ډنمارک لومړی وزیر په دې نوملړ کې لسم ځای لري او هغه ته د مياشتې د څه کم ۲۰ زره امريکايي ډالرو معادل معاش ورکول کيږي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Florin د سويدن د صدراعظم ستيفن لووين میاشتنی معاش کابو ۱۹ نيم زره ډالره کيږي.
انځور: DW/I.Hell د گواتيمالا د ولسمشر جمي مورالس، میاشتنی معاش هم له ۱۹ زره او ۳۰۰ امريکايي ډالرو سره برابر دی.
انځور: picture alliance/dpa/A. Sultan د «ويج انديکيتر» په حواله د آذربايجان ولسمشر الهام علي اف هم د مياشتې کابو ۱۹ زره امريکايي ډالر معاش لري.
انځور: Imago/Belga/F. Sierakowski د اروپايي ټولنې د دويم قوي اقتصاد، فرانسې د ولسمشرايمانويل مکرون، مياشتنی معاش تر ۱۷ نيمو زرو ډالرو زيات دی خو د ميرکل په پرتله یې معاش ډير کم دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Marin پنځلسم مقام د جاپان لومړی وزير شينزو ابی لري، چې د مياشتې ۱۶ زره او ۷۰۰ ډالر معاش اخلي.
انځور: Reuters/S. Kambayashi د نړي د نورو مشرانو معاشونه تر اوسه تاسې د نړۍ د ۱۵ زياتو معاش لرونکو مشرانو انځورونه وليدل اوس به د بريتانيا، روسیې، ترکیې، هند او پاکستان په څير هيوادونو د مشرانو د معاشونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
انځور: picture-alliance/dpa/A.Warnecke د بريتانيا د لومړۍ وزیري تريزا مي مياشتنی معاش ۱۶ نيم زره ډالره کيږي.
انځور: picture alliance/dpa/J. Brady/PA Wire د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردغان هره مياشت ۱۳ زره ډالر معاش اخلي.
انځور: Reuters/Murat Cetinmuhurdar/Presidential Palace د روسیې جمهوررئيس ولاديمير پوتين، د نورو ډيرو مهمو مشرانو په پرتله کم معاش لری. دی د مياشتې ۱۲ نيم زره ډالر معاش اخلي.
انځور: Reuters/Y. Kadobnov د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي ته هره مياشت ۵ زره او ۸۰۰ ډالره معاش ورکول کيږي.
انځور: picture -alliance/Sputnik/Vitaliy Belousov د هند صدراعظم نريندرا مودي په دې نوملړ کې ډير لاندي دی او د مياشتي کابو دوه نيم زره امريکايي ډالر معاش لري.
انځور: Getty Images/AFP/P. Singh په دويم ځل د چين د ولسمشر په توگه ټاکل شوی شي جين پنگ يوازې ۱۷۰۰ امريکايي ډالره معاش لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Ng Han Guan د پاکستان لومړی وزیر د نړۍ د نورو مشرانو په پرتله ډير کم معاش ترلاسه کوي. د ځايي رسنيو په حواله نوموړي ته هره میاشت کابو ۱۲۵۰ امريکايي ډالره ورکول کيږي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi