رسنیو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د امریکا متحدو ایالاتو څارونکې اداره داسې انځورونه لري چې ښيي شمالي کوریا د توغندیو د جوړولو په یوې وداندۍ کې له سره کار پیل کړی دی.
دغه رپوټونه په داسې حال کې خپریږي چې د شمالي او سویلي کوریاو پوځي چارواکي اوس د ترینګلتیاو د کمولو له پاره په خبرو اترو بوخت دي. تر دې مخکې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون، او د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ هم ملاقات کړي ول.
په انځورونو کې څه لیدل کیږي:
واشنګټن پوست خبر ورکړی دی چې د ملي جغرافیايي استخبارتي ادارې انځورونه ښيي چې ښايي یو شمیر کارکوونکي پر یو یا دوه قاره ای توغندیو کار کوي. انځورونه دا هم ښيي چې د شمالي کوریا په سنمدونګ څیړنیز مرکز کې موټر د تلو راتلو په حال کې دي. په انځورونو کې یو لارۍ موټر چې شا یې پوښل شوي ده لیدل کیږي. دا هغو موټرو ته ورته دی چې تر دې مخکې د شمالي کوریا له خوا د قاره ای توغندیو د لیږد په موخه کارول شوي ول. له انځورونو څخه دا نه روښانیږي چې دغه احتمالي توغندي څومره پرمخ تللي دي.
د شمالي کوریا مشر به ۲۰۱۷ کال کې د یوه توغندي د آزموینې د لیدنې پر مهالانځور: Reuters/KCNA واشنګټن لا څه نه دي ویلي
سپڼې ماڼۍ د دغو انځورونو په اړه څه نه دي ویلي او روښانه کړې یې ده چې د استخباراتي معلوماتو په اړه نظر نه ورکوي. په سویلي کوریا کې د ولسمشریزې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي هم د دغو انځورونو په اړه د نظر له ورکولو څخه ډډه کړې ده، خو رویترز خبري آژانس ته یې ویلي دي چې سویلي کوریا او امریکا متحد ایالات د شمالي کوریا تحرکات له ډیر نزدې څاري.
د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو پخوانۍ مرکچي او د «۳۸ شمالي کوریا» پروژي بنسټ ایښودونکي د تویتر له لارې لیکلي دي چې دا غیر واقعبینانه خبره ده چې سړی تمه وکړي چې شمالي کوریا دې خپل د توغندیو پروګرامونه درولي وي.
نامعلومه ژمنې: دغه خبر په داسې وخت کې ورکول کیږي چې تر دې مخکې د شمالي کوریا مشر په سنګاپور کې وویل چې د غیرې اتومي کیدو پر لور به کار وکړي. دونالد ترمپ هم بیا وروسته ویلي ول چې شمالي کوریا نور یو اتومي ګواښ نه دی. خو پر دې مثبتو بدلونونو سربیره هم شمالي کوریا په دې اړه چې له نظره یې غیري اتومي کیدل څه دي، ډیر کم معلومات ورکړي دي.
د غیر اتومي کیدو په اړه شکونه: د سټلایت له خوا اخیستل شوي دغه انځورونه لومړی نښانه نه ده چې ګواکي شمالي کوریا خپلو اتومي او د توغندیو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی. په جون میاشت کې رسنیو د امریکایي استخباراتي چارواکو په حواله وویل چې شمالي کوریا د دې نیت نه لري چې خپلې اتومي وسلې پریږدي.
تاریخي غونډه: په جون میاشت کې د شمالي کوریا مشر د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره ولیدل. دا د دواړو هیوادونو د مشرانو تر منځ لومړی غونډه وه. تر غونډې مخکې دواړو اړخونو یو بل ته ګواښونه کړي ول.
کوم هیواد څومره اتومي وسلې لري؟
په اوس وخت کې د نړۍ ۹ هیوادونه ۱۶۳۰۰ اتوم بمونه لري. د اتمې وسلو په برخه کې د محدودیت راوستلو له غوښتنو سره سره په دې شمیر کې کموالې نه دی راغلې. په دې انځوریز رپوټ کې به ولیدل شي چې کوم هیواد څومره اتوم بمونه لري. انځور: Reuters په ستاکهولم کې د سولې د بین المللي تحقیقاتي موسسې( سِپري) په خبره د اتومي وسلو د شمیر په برخه کې روسیه تر ټولو مخکې ده. پخواني شوروي اتحاد د لومړي ځل له پاره په ۱۹۴۹ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړی وو. روسيه په اوس وخت کې ۸۰۰۰ اتومي وسلي لري.
انځور: Getty Images/AFP/N. Kolesnikova امریکا متحده ایالاتو په ۱۹۴۵ کال کې تر خپل لومړني اټومي ازمیښت لږ وخت وروسته د جاپان پر هیروشیما او ناگاساکي ښارونو باندی اټوم بمونه وغورځول. د سپري په حواله امریکا اوس هم ۷۳۰۰ اتوم بمونه لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Jamali فرانسه په اروپا کې تر ټولو ډیرې اتومي وسلې لري. د دغو وسلو شمیر ۳۰۰ ښودل شوې دی. فرانسې په ۱۹۶۰ کال کې د اټوم بم جوړولو ټکنالوژي ترلاسه کړی وه.
انځور: picture-alliance/dpa/J.-L. Brunet د آسیا تر ټولو لوې اقتصادي قدرت او د نړۍ تر ټولو لوې د وچې پوځ درلودونکې هیواد چین د پوځ شمیر په هکله دقیق ارقام نه دي ورکړل شوي. اټکل کیږي چې چین ۲۵۰ اټوم بمونه لري. چین په ۱۹۶۴ کال کې خپل لومړنې اټومي ازمیښت ترسره کړی وو.
انځور: Getty Images د ملگرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي بریتانیې په ۱۹۵۲ کال کې خپل لومړنې اټومي ازمیښت ترسره کړی وو. د امریکا له نږدې متحد هیواد بریتانیې سره اوس وخت ۲۲۵ اټومي وسلې موجودې دي.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kaminski پاکستان د ۱۰۰ او ۱۲۰ تر منځ اتومي وسلو درلودونکې دی. کله چې پاکستان په ۱۹۹۸ کال کې اټوم بم جوړ کړ تر هغه وروسته د پاکستان او هند تر منځ کومه جگړه نه ده رامنځته شوې. مخکې تر دې د هند او پاکستان تر منځ دری جنگونه ترسره شوې دي. که څه هم پاکستان وایې چې د دوی اټومي وسلې د دفاعي مقاصدو له پاره دي، خو څارونکي ویره لري که د دغو دواړو هیوادونو تر منځ جگړه رامنځته شي، نو کیدای شي پر یوې اټومي جگړې واوړي.
انځور: picture-alliance/AP په ۱۹۷۴ کال کې د لومړي ځل او په ۱۹۹۸ کال کې د دویم ځل له پاره د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کونکی هیواد هندوستان له ۹۰ څخه تر ۱۱۰ پورې اوټوم بمونه لري. له چین او پاکستان سره د سرحدي پولو پر سر د شخړې سربیره هندوستان ژمنه کړی چې دغه هیواد به د اتوم بم د کارونې په برخه کې هیڅ کله هم لومړيتوب ونه کړي.
انځور: Reuters له ۱۹۴۸ څخه تر۱۹۷۳ کاله پورې له عربي هیوادونو سره دری واره جنگیدلې هیواد اسرائيل ۸۰ اټومي وسلې لري. د اسرائیلو د اټومي پروگرامو په برخه کې ډیر لږ معلومات موجود دي.
انځور: Reuters/B. Ratner د اټکلونو له مخې شمالي کوریا لږ ترلږه ۶ اټومي بمونه لري. که څه هم شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره شخړه لري، خو د دغه هیواد اټومي پروگرامونو لویدیځ هیوادونه هم اندیښمن کړي دي. د ملگرو ملتونو له خوا د لگول شوو بندیزونو سربیره هم دغه کمونستي هیواد په ۲۰۰۶ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړ.
انځور: Reuters
sm/bs (Reuters, AFP)