د امریکا سفیر په دې مرکه کې همدا راز د آلمان اقتصادي قوت ته هم اشارې سره ویلي چې د سوداګرۍ په برخه کې آلمان ډیر ښه دی او ولسمشر ترمپ یوازې یو هم سطحه لوبغاړی غواړي. د ایران د اتومي تړون په هکله د امریکا سفیر په خپلو خبرو کې د ولسمشر ترمپ له پریکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې واشنګټن له اروپايي ټولنې تمه لري چې «د مذاکراتو میز ته د ایران د بیرته راوستلو په برخه» کې مرسته وکړي.
د ترمپ د سختې بهرنۍ پالیسي دوام
په دې مرکه کې ګرینیل دا جوته او واضح کړه چې په برلین کې د خپلې نوې دندې پرمهال به هغه د ترمپ د ادارې پر سختې بهرنۍ پالیسۍ خپل ټینګار ته ادامه ورکړي.
د امریکا دغه نوي سفیر په برلین کې لا ښه ملګري نه دي موندلي او د دې کار اصلي دلیل د خپل ماموریت په لومړیو ورځو کې د هغه څرګندونې په ګوته کیږي. د همدې تیرې سه شنبې په ورځ ګرینیل پر خپله ټویټر پاڼه په ایران کې فعالیت لرونکو آلماني شرکتونو ته خبرداری ورکړ چې دوی باید «ژر تر ژره په ایران کې خپل سوداګریز فعالیتونه را ټول کړي.»
په عین وخت کې د آلمان د سوسیال دموکراتانو د ګوند مشرې اندریا نالیس بیا وروسته د ګرینیل پر دغو څرګندونو او د هغه پر دغه ډول دپلوماسې نیوکه وکړه او ویې ویل: «دا زما کار نه دی چې د امریکا سفیر ته وښیم چې څرنګه دپلوماتیک اوسي، خو داسې ښکاري چې هغه لږ روزنې ته ضرورت لري.»
د روان کال د مارچ په میاشې کې د ترمپ ادارې پر المونیمو او فولادو باندې ګمرکي تعرفې وضع کړې، خو بیا یې وروسته د اروپايي ټولنې یو شمیر هیوادونو له دې فرمان څخه وایستل. د ګمرکې تعرفو د ځنډولو وروستی نیټه په هغه صورت کې چې په دې هکله کومه د حل لار ونه موندل شي، د جون میاشتې اوله ورځ ټاکل شوې. خو بروکسل بیا وايي چې دوی به د امریکا متحده ایالاتو د دغه اقدام پر وړاندې پر متقابل اقدام لاس پورې کړې او د امریکا پر صارداتو به ورته ګمرکي تعرفې وضع کړي.
د همدې سه شنبې په ورځ ولسمشر ترمپ اعلان وکړ چې دوی د ایران له نړیوال تړون څخه وځي او زیاتوي چې واشنګټن به د ایران پر رژیم باندې سخت بندیزونه بیا وضع کړي. د ترمپ دغې پریکړې هم اروپايي ټولنه له یوه سخت حالت سره مخ کړې ځکه چې د دې ټولنې سوداګریز شرکتونه نه غواړي چې د امریکا له بندیزونو سره مخ شي او اروپا همدا راز هڅه کوي چې دغه تړون پر ځای پاتې شي.