1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د امریکا محبسونه د کرونا ویروس له ناورین سره مخامخ دي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۱, پنجشنبه

کرونا ویروس تر بل هیواد ډیر په امریکا کې خپور سوی. په داسي حال کي چي په دې هیواد کي له کرونا وبا سره سخته مبارزه روانه ده، بیا د دغه هیواد زندانونه چي تر ۲،۳ میلیونه اضافه بندیان لري، یوازي پریښوول سوي.

Fall Epstein | Nach Epsteins Tod Gefängnisdirektor wurde versetzt
انځور: picture-alliance/Zumapress/V. Carvalho

د امریکا متحده ایالاتو په محبسونو کي په کرونا ویروس د بندیانو د اخته کیدو خبرونه ورځ په ورځ ډیریږي او داسي معلومیږي، چي بندیان تر ډیره حده پوري یوازي پریښودل سوي. د بندیانو آواز ته هیڅوک غوږ نه نیسي او نه یوازي هغوی، بلکه ډیری پرسونل یې هم په کرونا د اخته کیدو له کبله په اندیښنه کي دي. د ځینو ایالتونو لکه نیویارک عدلي مقاماتو یو شمیر بندیان آزاد کړي دي ترڅو په دې ډول سره د کرونا ویروس د ډیري شیوع څخه مخنیوی سوی وي.

د امریکا په تر ۷۰۰۰ ډیرو محبسونو کي څه نا څه ۲،۳ میلیونه انسانان بندیان دي. په دغو محبسونو کي د فاصلې مراعتول هیڅ امکان نه لري؛ په اکثرو مواردو کي دوه کسان په یوه کوټه کي بندیان وي او یا په لویو سالونو کي شپې تیروي. په ډیرو محبسونو کي صحي او نظافتي تدابیر ډیر خراب دي.

په هغه یوه ویدیو کي چي د تلیفون په واسطه ثبت سوې او ABC تلویزوني چینل له خوا نشر سوې ده، د الباما د یوه محبس بندي ویلي دي چي د «محبس کوټې یې سختي ډکي دي». ویدیو د خوب یو سالون ښيي چي دوه منزله چپرکټونه په یوه متره فاصله کي سره قرار لري. د دغه بندي په خبره دی غواړي چي د محبس څخه دباندي نړۍ پر دغه حالت باندي خبره کړي. دی اضافه کوي: «موږ د ژوندي پاته کیدو په خاطر مرستې ته اړتیا لرو؛ د ښو نظافتي شرایطو رامنځته کیدل او نورغواړو. له دې پرته به د محبسونو څخه ډله ایز قبرونه جوړ سي.»

د الباما د محبسونو د چارواکو په یوه داخلي پلان کي راغلي چي د ۲۲۰۰۰ بندیانو څخه ۲۰۰ یې په کرونا اخته سوي دي. خو په هغو کي د ګڼه ګوڼې له کبله د کرونا ویروس د شیوع پر ضد تدابیر نه سي مراعتیدلای. یوازي دلته نه، بلکه د رسنیو په حواله په ټولې امریکا کي حالت په همدې ډول دی. د پولیسو په حواله د بیلګې په توګه د شیکاګو په یوه محبس کي ۲۲۰ بندیان او ۷۰ کارکونکي په کرونا ویروس باندي اخته سوي دي.

د نړۍ په بل هیڅ هیواد کي د هغوی د نفوسو په تناسب دومره انسانان بندیان نه دي، لکه په امریکا متحده ایالاتو کي. په ماساچوسیت کي د «بندیانو د تګلاري ابتکار عمل» د انستیتوت په حواله د ۲،۳ ملیونو بندیانو څخه ۴۷۰ زره یې په توقیف خانو کي وخت تیروي.

اوس بندیان او خیریه سازمانونه د کرونا پاڼدمۍ ته په کتو سره په ډله ایز ډول د بندیانود آزادیدو غوښتنه کوي. که څه هم په ځینو ځایونو کي یو څه بندیان آزاد سوي دي، خو دغه تدابیر ډیر کرار پر مخ روان دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب