1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د امریکا مرستیال ولسمشر هم قرنطين کې دی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۲, دوشنبه

د یوې همکارې پر کرونا ویروس تر اخته کیدو وروسته د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پنس په قرنطين کې د پاتې کیدو پریکړه کړې. هغه د کرونا د خپریدو د مخنیوي په برخه کې د ځانګړي کاري ډلې اړوند څلورم کس دی چې دا کار کوي.

USA Coronavirus Mike Pence
انځور: picture-alliance/dpa/J. Mone

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د شنبې او یکشنبې په ورځو کې په خپل کور کې د ځان قرنطين کولو وروسته د دوشنبې په ورځ (د می میاشتې په ۱۱ نیټه) سپينې ماڼۍ ته د روتګ اراده لري. د چارواکو په خبره مایک پنس به د مقراراتو مطابق له نورو خلکو سره لازم واټن وساتي.
د هغه یوه ویاند دیویئن او میلي ویلي: «مرستیال ولسمشر په بشپړ قرنطين کې نه دی او هغه د سپينې ماڼۍ د طبي پرسونل پر مشورو عمل کوي. د هغه معاینه هره ورځ منفي را وځي او هغه غواړي چې په سپينه ماڼۍ کې موجود اوسي.»
مخکې تر دې د مرستیال ولسمشر د مطبوعاتي سکرترې ګیتې ملر د کرونا ویروس معاینه مثبته ختلې وه چې تر هغې وروسته ښاغلي پنس د دوو ورځو له پاره په خپل کور کې د پاتې کیدو پریکړه وکړه.
مخکې تر دې د سپينې ماڼۍ د یوه بل کارمند په بدن کې د کووید-۱۹ تر تشخیص کیدو وروسته د کرونا ضد مبارزې کاري ډلې درې تنه نور لوړ پوړي چارواکي هم قرنطين شوي وو.
د سپينې ماڼۍ په هغو دریو مهمو کسانو کې چې قرنطين دي په هغو کې داکتر انتهوني فاوچي هم شامل دی، کوم چې نه یوازې د کرونا ویروس په مقابل کې د ولسمشر د کاري ډلې کلیدي غړی دی، بلکې هغه د حساسیت یا الرجي او ساري ناروغیو د ملي انیستیتوت مشر هم دی.
د داکتر فاوچي تر څنګ د ناروغیو د مخنیوي او تدارک د مرکز CDC مشر ډاکټر رابرت ریډ فیلډ او د خوړو او درملو د څارنې ملکي ادارې FDA کمیشنر داکتر سټیفن هان هم شامل دي.
تر اوسه پورې لا دا څرګنده نه ده چې آیا دغه لوړپوړي چارواکي پر کرونا ویروس یا کووید-۱۹ ناروغۍ اخته دي او که نه. خو د دوی یو مرستیال پر کرونا ویروس اخته تشخیص شوی او له همدې امله هغه په قرنطين کې دی.
دویچه ویله: ش.ن/ ا.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب