د امریکا مرکزي بانک ټکټ پولي نوره هم لوړه کړه
۱۴۰۱ مرداد ۶, پنجشنبهاعلان
د امریکا په متحده ایالاتو کي د اقتصادي رکود پر خطر سربیره د دغه هیواد مرکزي بانک د انفلاسیون سره د مبارزې په خاطر ټکت پولي نوره هم ډیره لوړه کړه.
د مرکزي بانک د رئیس، جریم پاول په خبره کیدلای سي بانک یې په راتلونکي سپتمبر میاشت کي بیا د دریم وار له پاره ټکت پولي نوره هم لوړه کړي. پاول وویل چي په امریکا کي د کار قوي بازار ته په کتو سره اوس نسو کولای د پراخ اقتصادي رکود څخه خبري وکړو.
په ۹،۱ فیصده سره د امریکا په متحده ایالاتو کي ګراني تر ټولو خپل لوړ حد ته رسیدلې ده، کومه چي د څلویښتو کلونو راهیسي سابقه نه لري.