1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا مرکزي بانک د ټکت پولۍ د نور لوړیدو تصمیم نیسي

۱۴۰۱ شهریور ۳۰, چهارشنبه

د انفلاسیون سره د مبارزې پخاطر د امریکا په متحده ایالاتو کي مرکزي بانک نن چهارشنبه د ټکت پولۍ (سود) د نوري لوړیدو خبر ورکړ.

US-Notenbank erhöht Leitzins
انځور: Ting Shen/XinHua/dpa/picture alliance

د مرکزي بانک رئیس، جروم پاول په تکرار سره ټینګار کړی دی، د دغه لوړیدو هدف دا دی چي انفلاسیون په کنټرول کي سي.

کارپوهان ګمان کوي چي نن به دغه ټکت پولي ۰،۷۵ او یا حتی پوره یو فیصد ته لوړه سي. په تیرو میاشتو کي په امریکا متحده ایالاتو کي د نرخونو ډېر لوړیدو ته په کتو سره ټکت پولي تر اوسه پوري څلور واره پورته سوې ده.

اوس دغه ټکت پولي د ۲،۲۵ او ۲،۵۰ فیصدو تر منځ ده. په تیر جون میاشت کي په امریکا متحده ایالاتو کي انفلاسیون ۹،۱ فیصد ته رسیدلی ؤ، کوم چي له څلویښتو کلونو راهیسي سابقه نه لري. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل