1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د امریکا مقدماتي انتخابات؛ د ترمپ مشهوري منتقدې ماته وخوړه

۱۴۰۱ مرداد ۲۶, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د پخواني جمهوررئیس، دونالد ترمپ مشهوري منتقدي، لیز چیني په وایو مینګ ایالت کي د هغې د جمهوري غوښتونکي حزب له خوا په مقدماتي انتخاباتو کي ماته وخوړه.

USA Wahl Wyoming | Liz Cheney
لیز چينيانځور: Patrick T. Fallon/AFP/Getty Images

د امریکا د پخواني ولسمشر مرستيال دیک چیني لور د ترمپ له خوا ملاتړ کوونکي کاندیدي، هاریت هاګه مېن په مقابل کي انتخابات بایلوله.

په دې سره نو ۵۶ کلني چیني په کانګرس کي هم خپله چوکي له لاسه ورکړه. د انتخاباتو تر بایللو وروسته چیني په هم هغه ماښام ټینګار وکړ، چي د «ټولو هغو امکاناتو» څخه به کار واخلي، د کوم په وسیله چي سپیني ماڼۍ ته د ترمپ د بیرته راتګ مخنیوی کوي.

ښی اړخې عوام پاله هاریت هاګه مېن، چي په ۲۰۲۰ م کال کي ناکامه سوې وه، غواړي په ۲۰۲۴ م کي د جمهوري ریاست انتخاباتو ته بیا ځان کاندید کړي. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب