1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لیبیا کې د داعش ۱۷ شکمن جنګیالي وژل شوي

۱۳۹۸ مهر ۶, شنبه

یوازې په څو ورځو کې دا دریم ځل دی چې د امریکا هوایي ځواکونه د لیبیا په سویل کې بریدونه کوي. د امریکایي پوځ په حواله په دغو بریدونو کې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې ۱۷ شکمن جنګیالي وژل شوي دي.

Syrien Luftangriff F-18 Anti-IS Koalition
انځور: picture-alliance/dpa/US Air Force

د «افریکوم» په نوم په لیبیا کې د افریقایي- کوماندو امریکا ځواکونو په حواله، د لیبیا په سویل کې دغه عملیات په نړيواله کچه د لیبیا د په رسمیت پيژندل شوي حکومت سره په همغږۍ کې ترسره شوي دي. دا په تیرو څو ورځو کې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې د جنګیالیو پر وړاندې د امریکایي ځواکونو دریم هوایي برید دی چې ترسره کیږي.

د افریکوم په حواله د تیرو دوو هوایي بریدونو د بمباریو په نتیجه کې چې د سپټمبر میاشتې په ۱۹ او ۲۴ نیټو کې ترسره شول د دغې ډلې په مجموع کې ۱۹ شکمن جهادیان وژل شوي دي.

د لیبیا سویلي برخه په طرابلس کې د مرکزي حکومت له کنترول څخه وتلې ساحه ده چې د جدایې غوښتونکي پخواني جنرال خلیفه حفتر ځواکونه په کې پياوړي دي.

د خلیفه حفتر ځواکونو د اپریل په میاشت د پلازمېنې طرابلس د نیولو له پاره عملیات پیل کړل. د هغه وخت راهیسې حکومتي ځواکونه او جنرال حفتر ته وفادار واحدونه د طرابلس د کنترول نیولو له پاره مبارزه کوي.

کارپوهان د امنیتي خلا د رامنځته کیدو خبرداری ورکوي چې کیدای شي د «اسلامي دولت» ډلې له خوا ترې د دغه هیواد په نورو برخو کې استفاده وشي. 

nob/jj (afp, rtre)/sn-aa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب