1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: د ترانس جندر افرادو ټاکل پر سیاسي مسئلې اوښتې

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۵, یکشنبه

د امریکا الاباما ایالت د ترانس جیندر ماشومانو د جنسیت د تصدیق له پاره طبي معاينات جرم ګڼي. د امریکا يوې فدرالي محکمې په دې ارتباط د دغه ایالت یو قانون په موقتي توګه له اجرا څخه درولی دی.

USA | Protest gegen Transgender-feindlichkeit in Texas
انځور: Bob Daemmrich/ZUMA/picture alliance

ترانس جندر هغه انسانانو ته ويل کيږي چي د پيدايښت پر وخت يې تعين سوی جنس او د بدن جوړښت يو وي، خو د هغوی احساس دا وي لکه په غلط بدن کي چي بند وي. د مثال په توگه د پيدايښت پر وخت او وروسته جسم يې د انجلۍ وي، خو هغه ځان هيڅ د انجلۍ په توگه نه احساسوي بلکه په قوي توگه داسي احساس کوي چي هلک دی خو د انجلۍ په بدن کي بندي دی.

په يو شمېر هيوادونو کي د طبي مراقبت له لاري د دا ډول انسانانو د جنسي تعين په ترڅ کي درملنه کيږي. په دغو هيوادونو کي د امريکا متحده ايالات هم شامل دي.

خو د دغه هيواد هغو ایالتونو چې د جمهوري غوښتونکو له خوا مدیریت کیږي، د ترانس جیندر ماشومانو له پاره د لاسرسي وړ طبي اختیارات محدودو کړي دي. د الاباما ایالت هغه درمل چې د بلوغیت ضد او هورموني درملنې له پاره کارول کیږي ممنوع کړي. دغه ممنوعیت د ماشومانو د شفقت او ملاتړ قانون پر اساس شوی کوم چې روانه میاشت تصویب شوی دی. دغه درمل د شخص د جسنيت له مخې د هغه په بدن کې د تغییراتو راوستلو له پاره کارول کيږي.

ويل شوي دي چې دغه قانون له مخې هر څوک چې دغه ډول درمل ورکوي يا درملنه کوي، تر لس کاله بند سزا سره به مخ شي.

د جمعې په ورځ، د امریکا د لایلز برک سیمې قاضي د الاباما ایالت پر دغه قانون باندې عمل کول په موقتي توګه ودراوه. هغه په دې دلیل چې ځينې برخې ېې په قوي امکان د امریکا له اساسي قانون سره په ټکر کې دي ياد امر وکړ. زیاته شوې چې په دې هکله به نهايي تصمیم په محکمې کې د اړينو مراحلو تر بشپړیدو وروسته صادر شي.

د دغه امریکايي قاضي په خبره: «دا د مور او پلار حق دی چې د پيژندل شوو طبي معیارونو مطابق د خپلو ماشومانو د طبي مراقبتونو په هکله تصمیم ونیسي ځکه چې د جنسيتي نابرابرۍ پر اساس تبعیض د جنسي تبعیض په څير دی.»

د قاضي په خبره: «په دې اړه داسې هيڅ کره ثبوت شتون نه لري چې د جنس په تصدیق کې مرسته کونکی اعلاج دې تجربي وي. په دې اړه له شکه پرته شواهد موجود دي چې د امریکا لږ تر لږه دوه ويشت سترو طبي ټولنو د کم سنه افرادو د جنسيت په تعینولو کې د مرسته کونکي درملو موثریت تصدیق کړی دی.»

د امریکا فدرالي محکمې د ایالتي قانون پر هغې برخې حکم نه دی صادر کړی چې د کم عمره افرادو جنسي تصدیق ممنوع کوي. له دې سره سره د ښوونځیو مسئولین هم موظف ګرځول شوي، چې د ماشومانو په اړه هر ډول جنسيتي معلومات د ماشومانو له مور او پلار سره شريک کړي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل