د امریکا په تاریخ کې د حکومت د تر ټولو اوږدې رخصتۍ پای
۱۴۰۴ آبان ۲۲, پنجشنبه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د چهارشنبې په ماښام (۲۰۲۵م کال د نوومبر ۱۲) د راتلونکي کال د جنورۍ تر ۳۰ مې پورې د فدرالي حکومت د بودیجې د تأمین د تمدید په هکله پریکړه لیک لاسليک او په دې ډول یې د دغه هیواد په تاریخ کې د حکومت تر ټولو اوږده رخصتي پای ته ورسوله.
د اونۍ په پیل کې د امریکا سنا د رخصتۍ د پای ته رسولو او د حکومت د بودیجې د تأمین له پاره یوه لایحه تصویب کړې وه، چې د چهارشنبې په ورځ د استازو جرگې ته واستول سوه.
د استازو جرگې هم په دې اړه رایه اخیستنه کې، د حکومت د موقتې بودجې لایحه د ۲۰۹ مخالفو رایو پر وړاندې په ۲۲۲ موافقو رایو سره تصویب کړه.
اړوند:سنا د امریکا دولت رخصتۍ پای ته رسولو له پاره لاره اواره کړه
په دغه رایه اخیستنه کې د امریکا د ډیموکراټ گوند شپږ استازي له جمهوري غوښتونکو سره یو ځای سول او د سنا له خوا وړاندې سوې نوموړې لایحې ته یې مثبته رایه ورکړه او د فدرالي حکومت رخصتي هم بلاخره د ترمپ له خوا د دغې مصوبې په رسمي لاسلیک سره پای ته ورسیده.
د امریکا په تاریخ کې د فدرالي حکومت تر ټولو اږده رخصتي
دغې رخصتۍ چې ۴۳ ورځې یې دوام وکړ، د امریکا متحده ایالاتو په تاریخ کې د حکومت تر ټولو اوږده رخصتي شمیرل کیږي.
ترمپ د استازو د مجلس د مصوبې له لاسلیک کولو وروسته په سپینه ماڼۍ کې وویل : «زما په لاسلیک سره اوس د فدرالي حکومت ادارې کولای سي خپلې ورځنۍ چارې له سره پیل کړي.»
د دغې اوږدمهالې رخصتۍ پر وخت د حکومت په سلونه زره کارکوونکي اجباري رخصتۍ ته استول سوي ول یا مجبوره ول چې پرته له معاشه خپلو کارونو ته ادامه ورکړي. اوس تمه کیږي چې د رخصتۍ په پای ته رسیدو سره به، حکومتي کارکوونکي په راتلونکو ورځو کې خپل ځنډول سوي معاشونه ترلاسه کړي او یا هم له اجباري رخصتیو څخه بیرته کاري دفترونو ته ستانه سي.
د امریکا متحده ایالاتو حکومت د روان کال د اکتوبر مياشتي له لومړۍ نیټې څخه، د موقتې بودجې پرسر د توافق له پاره، د حاکمو جمهوري غوښتونکو او مخالفو ډیموکراټانو د ناتوانۍ په علت، د دغه هیواد په تاریخ کې تر ټولو اوږدې رخصتۍ ته داخل سوی و.
ډیموکراټانو په عمومي توگه د لږعاید درلودونکو قشرونو له پاره د اضافي بودجې د ځانگړې کولو غوښتنه کوله، ځکه له هغو څخه د ډیریو کسانو صحي بیمې د کال تر پایه د قطع کیدو له گواښ سره مخامخ دي.
د حکومت د رخصتۍ له امله، نه یوازې په سلونو زره دولتي کارکوونکي بې معاشه پاته ول او ډېر حکومتي خدمات متوقف او یا هم محدود سوي ول، بلکي په ټول هیواد کې ډیر شمیر پروازونه هم لغوه سول. یوازې د تیرې یکشنبې په ورځ څه د پاسه ۲۰۰۰ پروازونه لغوه سول.
دغه رخصتي همدارنگه د دې سبب هم سوه چې د کم عاید لرونکو کسانو له پاره د خوراکي مرستو برنامه هم وځنډیږي. د فدرالي حکومت د رخصتۍ په پای ته رسیدو سره به د غذايي کوپون (SNAP) د برنامې بودجه چې له ۴۲ کسانو سره د غذايي موادو په اخیستلو کې مرسته کوي، لږترلږه د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ تر ۳۰ مې پورې تأمین سي.
د فدرالي حکومت رخصتي یوازې د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ مياشتي تر ۳۰ مې پورې له منځته تللې او که دواړې خواوې، جمهوري غوښتونکي او ډیموکراټان د اختلاف وړ موضوعگانو پر سر کومې نتیجې ته ونه رسیږي، په راتلونکي کال کې به د حکومتي رخصتۍ خطر یو وار بیا امریکا تهدید کړي.