1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا په هاوايي ایالت کې د چرګانو د جنګ پیښه کې ډزې شوي

۱۴۰۲ فروردین ۲۷, یکشنبه

د پوليسو په خبره د امریکا متحده ایالاتو د هاوايي ایالت په مرکز هونولولو ښار کې د جنګي چرګانو د جنګولو پرمهال دوه تنه په ډزو وژل شوي دي. پوليسو د پیښې په عامل پسې پلټنې پيل کړې دي.

Hahnenkampf
انځور: Getty Images/AFP/P. Huguen

د امریکا متحده ایالاتو د هاوایي ایالت په مرکز هونولولو پوليسو ته د جمعې په نيمه شپه زنګ ورغی چې ډزې وشوې. هغوی د شنبې په سهار په يوه ۲۰ کلن شکمن تن پسې لټون پيل کړی دی. نوموړی د KHON تلويزيون په حواله په دې تورن دی چې د جنګي چرکانو په لوبه کې يې ګوندې پر نورو ګډونوالو کسانو باندې ډزې کړي دي.

د مکسيکو په چرگ جنگي کي ۱۲ کسان وژل سوي

د هونولولو د پوليسو يوې افسرې، دينا تويمس وويل چې »د جنګي لوبې په پای کې د نارينه وو يوې ډلې لفظي شخړه وکړه چې وضع پسې خرابه او فزيکي لانجه پيل شوه، لږ وروسته بيا د تمانچې ډزې وشوې چې په دغه ساحه کې پنځه تنه پرې ولګېدل.«

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

 د دغه تلويزيوني راپور او د پوليسو په خبره يوه ۵۹ کلنه ښځه او يو ۳۴ کلن سړی روغتون ته تر انتقالېدو وروسته مړه شول. د ۳۸، ۴۰ او ۵۷ کالونه عمر لرونکو دريو تنو نارینه وو ته د ډزو له کبله ټپونه هم واوښتل، خو تر درملنې وروسته هغوی بېرته له روغتون څخه رخصت کړل شوي دي.

د پوليسو په حواله د ډزو شرايط سمدلاسه معلوم نه ول. د پوليسو افسرې توېمس د KHON تلويزيون ته وويل چې »ما ته دغه شرايط ناڅرګند پاتې دي، کېدای شي علت يې کوم بل شی وي او دوی فقط تصادفاً په عين ساحه کې قرار درلود.«

دا په داسې حال کې ده چې د هونولولو ښار چارواکو د اسوشيتد پرېس خبري آژانس له خوا ايميل ته سمدلاسه غبرګون نه دی ښکاره کړی چې د پېښې په هکله زيات معلومات يې ترې غوښتي ول.

آ./ن.ص./خ.ح.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل