د امریکا په ډیرو ځایونو کي سخت طوفانونه راغلي
۱۴۰۱ دی ۳, شنبه![Wintersturm in den USA](https://static.dw.com/image/64203523_800.webp)
اعلان
د امریکا د هواپيژندني اداره د هوا د چټک تغیر په سبب د «ساحل څخه تر ساحل» پوري د ژمي د یوه «تاریخي» باد او طوفان خبره کوي او وايي چي هغه به یخ بادونه او ډیري واوري د ځانه سره راوړي.
په همدې دلیل د امریکا په ۳۷ ایالاتونو کي تر ۲۰۰ ملیونو اضافه کسانو ته د خرابي هوا د رامنځته کیدو خبرداری ورکول سوی دی. پر تقریبأ ۱،۲ ملیونه فامیلونو باندي پرون جمعه برق قطع سوی ؤ.
په ځینو ایالاتونو کي د هوا درجه منفي ۴۵ درجې ته رسیدلې ده. حتی په نورمال حالت کي ګرمو جنوبي ایالتونو کي هم دسختو یخونو د رامنځته کیدو خبرداری ورکول سوی دی.