1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
طبيعت او چاپيريالامریکا متحده ایالات

د امریکا په یوه فارم کې چاودنې ۱۸۰۰۰ غواګانې وژلي دي

۱۴۰۲ فروردین ۲۵, جمعه

د امریکا متحده ايالاتو په تګزاس ایالت کې د لبنیاتو په یوه فارم کې د چاودنې او اورلګېدنې له امله تر ۱۸۰۰۰ ډېري غواګاني مړې شوي دي. دا په متحده ایالاتو کې تر ټولو خونړۍ اورلګېدنه ثبت شوې ده.

د امریکا متحده ایالاتو په تګزاس  په یوه فارم کې اور لګیدنه
د امریکا متحده ایالاتو په تګزاس په یوه فارم کې اور لګیدنهانځور: Castro County Emergency Management/Locals News X/TMX/REUTERS

د دوشنبې په شپه د امریکا د تکزاس ایالت یمیت ښارګوټي ته څېرمه د ساوت فورک لبنیاتو په فارم کې اور ولګید.


د ټګزاس د کرهنې يوه چارواکي سیډ میلر وایې:»دا د ټیکزاس په تاریخ کې د غواګانو په فارم کي تر ټولو مرګونې پېښه وه او د ارزوني او پاکولو چاري به يې وخت ونيسي.«
هغه زیاته کړه چې امکان لري دغه پيښه د میتان ګاز له کبله رامنځ ته شوې وي چي لومړی ميتان ګاز اور اخيستی او وروسته د ستر اور او د چاودني سبب سوی. اوس بايد د اور وژني مسوولین د دې د تائید له پاره پلټنو ته اړتیا لري.

زموږ له ارشیف څخه: 

د چارواکو په وینا، سمدستي ممکنه نه وه چې د فارم له مالکینو سره اړیکه ونیسي.
هغه ويډيو چې په ټویټر کې خپره شوې ده، پکښې ښودل شوي چي د غواګانو سوځېدلي غوجل تقريباً په ۱۹۸۰۰۰ متر مربع مځکه باندي جوړ شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب