1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهامریکا متحده ایالات

د امریکا په یوه پوهنتون کې د ډزو پيښه کې دوه تنه وژل شوي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ آذر ۲۳, یکشنبه

یوه وسله وال کس د رود آیلنډ په پوهنتون کې پر محصلینو ډزې کړي چې لږ تر لږه د دوو کسانو د وژل کیدو او نهو نورو د ټپي کیدو سبب شوی دی. شکمن بریدګر په تيښه بریالی شوی. ترمپ دغه پيښه «ویرونکې» بللې ده.

په براون پوهنتون کې د ډزو له پيښې وروسته د پولیس او امبولاس موټرې
په امریکا کې وسلو ته اسانه لاس رسی د دې سبب شوی چې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د ډزو پيښې ډیرې او بیا بیا تکرار شي.انځور: AP

د امریکا په شمال ختیځ رود ایلنډ ایالت کې د براون په پوهنتون کې د ډزو په نتیجه کې لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي. د رپوټونو په حواله وسله وال بریدګر یو ناپيژندل شوی کس وچې د موندلو هڅې یې روانې دي.

یوه عیني شاهد د محصلینو ورځپاڼې «براون ډیلي هرالد» ته ویلي چې د ډزو پر مهال په نزدې ودانۍ کې پر مطالعې بوخت و چې د ډزو غږونه یې واوریدل.

دغه عیني شاهد زیاته کړې ده چې پیښه «واقعاً ویرونکې وه. داسې معلومیده چې غږونه له هغه ځای څخه راځي چیرې چې د محصلینو درسي خونې دي.»

د سیمې ښاروال په یوه خبري کنفرانس کې په دغه پيښه کې د دوو کسانو وژل کیدل تایید کړ او ویې ویل چې د اتو تنو وضعیت کړکیچن، خو د مرګ له ګواښ څخه خوندي دي او نهم کس چې د ډزو له کبله پارچې پرې لږیدلي و وروسته روغتون ته انتقال شوی دی. د دې پيښې ټول قربانیان محصلین ول.

د فرانسې خبري آژانس په حواله پولیسو ۱۰ ثانیه یي ویډیو خپره کړې ده چې شکمن برید کوونکو په کې د شا له خوانه لیدل کیږي چې په لومړي پوړ کې له ډزو کولو وروسته په یوه خالي سړک کې د پيښې له ځایه تیښته کوي.

د اورلانډو د پیښې په هکله د ځایي مسلمانانو غبرگون

02:35

This browser does not support the video element.

شکمن کس سر تر پښو پورې تورې جامې اغوستې وې او هیڅ ډول وسله یې په لاس کې نه لیدل کیدله.

د پولیسو د رییس مرستال ویلي چې د ډزو په ځای کې د مرمیو پوچکونه موندل شوي دي. پولیسو د پیښې په تړاو نور جزئیات د رسنیو په اختیار کې نه دي ورکړي.

ډزې د شنبې (د دسمبر میاشتې ۱۳ نیټه) ورځې تر غرمې وروسته په هغې ودانۍ کې شوي دي چې د فزیک او انجینرۍ پوهنځي په کې ول. د براون پوهنتون په ۱۷۶۴م کال کې تاسیس شوی او اوس شاوخوا ۱۱ زره محصلین لري.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپد شنبې په ماښام په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د دې «وحشتناکې» پيښې په هکله خبر ورکړل شوی دی.

په امریکا کې وسلو ته اسانه لاس رسی د دې سبب شوی دی چې د نورو هیوادونو په پرتله په کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د ډزو پيښې ډیرې او بیا بیا تکرار شي.

په ۲۰۲۵م کال کې د شمیرو له مخکې په امریکا متحده ایالاتو کې د ډله ایزو ډزو ۳۸۹ خونړۍ پيښې رامنځته شوي چې له دې پیښو لږ تر لږه ۶ یې په ښوونځیو کې ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب