1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنيتي مسووليت د سپارلو پروسه

۱۳۹۰ فروردین ۳, چهارشنبه
انځور: AP
ولسمشر کرزي د سې شنبې په ورځ د هغو سيمو نومونه اعلام کړل چي د سرطان په مياشت کښي به يې افغان امنيتي ځواکونه د امنيت مسووليت په غاړه اخلي. دغه سيمي کابل، پنجشير، باميان، لښکرګاه، مزارشريف، هرات ښار او مهترلام دي.انځور: AP

د لیزبن په کنفرانس کي افغان حکومت او ناټو موافقه وکړه چی افغان ځواکونو ته د مسوولیت د انتقال پروسه د روان میلادي کال په نیمایی کي پیل سي. ولسمشر کرزي او د ناټو عمومی منشی اندرس فوگ راسموسن دغه توافقنامه لاسلیک کړه.انځور: AP

ټاکل سوې ده چي د سرطان په مياشت کښي افغان ځواکونه په یوازي سر د ۷ سيمو چي اکثره يې د هيواد په شمال کي دي د امنیت مسوولیت په غاړه واخلی. افغان امنیتی ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه د افغانستان د ټولو سیمو د امنیت مسوولیت په غاړه واخلی.انځور: DW

د مسوولیت د انتقال د پروسې بریا د افغان ځواکونو په غښتلتوب پوري اړه لري. آیا افغان ځواکونه به د مسلکي نظامي ځواکونو عوض سي، چي وکولای سي په ښه توګه په افغانستان کي امنیت ټنګ کړي؟ اکثره څېړونکي دې موضوع ته د شک په سترګه ګوري.انځور: DW

جرمني د بن د کنفرانس وروسته د افغان پولیسو د روزني په برخه کي اساسي رول لوبولی دی. د دغه هیواد ځواکونه د ۲۰۰۷ کال د جون د میاشتي راهیسی اکثره د افغان پولیسو د روزني په برخه کی مشغول دي. تر اوسه ۱۲۲ زرو افغان پولیسو د ۳۰ زرو تنو المانې ښوونکو څخه زده کړی تر لاسه کړي.انځور: picture-alliance/ dpa

د افغانستان د دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ د افغانستان څخه په منظمه توګه د نړیوالو ځواکونو د وتلو د پلویانو څخه دی. د هغه په اند افغان ځواکونه کولای سي چي په راتلونکي دریو کلونو کي ددې جوګه سي چي په یوازي سر د هیواد امنیت وساتي.انځور: DW

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي په بیړه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیت د سپارلو څخه خبرداری ورکړی. د هغه په اند د افغانستان پولیس تر اوسه په داسي یو حالت کي نه دي چي په یوازي سر وکولای سي د طالبانو بريدونو ته جواب ورکړي.انځور: DW

دغه سرتیري د امنیت د مسوولیت په غاړه اخستلو په موخه د نړیوالو ځواکونو څخه زده کړي کوي. د افغانستان د پوځونو په روزنه کي تر ټولو زیاته ونډه د امریکا د متحده ایالاتو ده. واشنګټن غواړي چي په راتلونکي څلورو کلونو کي د افغان ځواکونو په روزنه ۱۰ میلیونه ډالره مصرف کړي.انځور: DW

ټاکل سوې ده چي په تدریجي ډول افغان ځواکونو ته د مسوولیت سپارل سره به د ناټو په واحدونوکي کموالی ته لاره هواره سي. اوسمهال ۱۳۲ زره بهرني سرتيري په افغانستان کی میشت دي.انځور: picture-alliance/dpa

افغانستان لا هم د جګړې په حال کي دی. په اصولی توګه پولیس باید د عمومي نظم دنده په غاړه ولري.خو په افغانستان کي پولیس د جګړې دنده هم ترسره کوي. د رسمي شمیرو په اساس د افغانستان د پولیسو شمیر ۱۵۰زرو تنو ته رسیږی.انځور: DW

افغان ځواکونه د ډیري مودې راهیسي د ناټو ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کي برخه اخلي، تر څو د راتلونکي ماموریتونو لپاره چمتو سي. تر اوسه افغان ځواکونه د ناټو د ځواکونو په ملاتړ د طالبانو په وړاندي جنګیدلي دي. په سیمه کي د افغان ځواکونو د روزني وړاندیز د جرمني د دفاع پخواني وزیر ګوټنبرګ کړی وو.انځور: AP

په داسي یو هیواد کي چي تر اوسه ښځي د خپلو لومړنیو حقونو څخه هم برخمني نه دي داسي نجوني او مېرمني سته چي د پولیسو او اردو په لیکو کی جذب سوي دي. په افغانستان کښي په امنيتي برخه کي د ښځو گډون شرم ګڼل کیږي. خو هغوی ددغو ستونزو سره سره په پوليسو کي دندي ترسره کوي. اوس په افغانستان کی د۱۰۰۰تنو په شاووخوا کي پوليساني سته.انځور: DW

د طالبانو د رژيم تر نسکوريدو لس کاله وروسته د بهرنیو ځواکونو په تدریجي ډول د وتلو پروګرام پیلیږي، ډیر شیانو بدلون موندلۍ. خو هغه څه چي په دغه وخت کي نه ده راغلې هغه سوله ده چي ټول افغانان يې په تمه دي.انځور: DW

د طالب جنګیالیو جذبول د افغانستان د حکومت د سولي د پروګرام یوه برخه ده. حکومت باور لري چي دا کار به په هیواد کي د سولي په راوستلو کي مرسته وکړي. تر اوسه په سلګونه تنه طالبان د سولي کمېسیون سره یوځای سوي دي، خو په وضعه کي کوم بدلون نه ترسترګو کیږی. اټکل کيږي چي په افغانستان کي به د طالب جنګيالو شمېر ۳۰ زره تنه وي.انځور: DW
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب