د امنيت شورا په افغانستان کې يو ټولشموله حکومت وغوښت
۱۴۰۰ شهریور ۲۷, شنبه![New York UN Sicherheitsrat Sondersitzung Syrien](https://static.dw.com/image/52581163_800.webp)
اعلان
بله غوښتنه يې بشري حقونو ته درناوی دی چې ماشومان او اقليتونه بايد پکې شامل شي. دغه پرېکړه ليک د جمعې په ورځ د رايو په اتفاق سره تصويب شو. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموريت يا يوناما هم شپږ مياشتې وغځول شو. دغه ماموريت د پرمختيايي او بشري مرستو د همغږۍ دنده لري او د بشري حقونو رعايت هم څاري. طالبانو تېره مياشت افغانستان ولکه کړ چې دا مهال يې ۳۳ تنه د نوي حکومت په صفت معرفي کړي دي. په دغو کسانو کې هيڅ ښځه او د نورو سياسي ډلو استازي هم نه شته. غربي هېوادونو په افغانستان کې يو ټولشموله حکومت غوښتی دی. اروپايي ټولنې په دغه شرط پورې راتلونکې هلې ځلې او د پرمختيايي مرستو ورکړه هم تړلې ده.