1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیت شورا یمن ته د ملکي ناظرينو استول منظور کړل

۱۳۹۷ دی ۱, شنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د یمن بندري ښار حدیده ته د ملکي څارونکو پر لیږلو موافقه کړې. د اونۍ له نیمایې راهیسې په دې ښار کې اوبند نافذ دی. دا بندر یمن ته د بیړنیو بشري مرستو د استولو تر ټولو مهم ځای بلل کیږي.

UN Sicherheitsrat Beschluss Entsendung ziviler Beobachter in den Jemen
انځور: Reuters/C. Allegri

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو د جمعې په ورځ (د دسمبر میاشتې په ۲۱ نیټه) د بریتانیې له خوا د وړاندیز شوي پریکړه لیک پر مسودې موافقه وکړه. دا پریکړه لیک په دغه مهم ستراتیژیک بندري ښار کې ماتیدونکی اوربند په نظر کې لري.

ټاکل شوې ده د نورو ترڅنګ به دغه څارونکي په بندر کې د کار د پیلیدو ډاډ ترلاسه کړي او له ښار څخه به د یاغیانو د وتلو پلان شوی بهیر ؤڅاري.

د یمن حکومت او یاغیانو تیره اونۍ د پنجشنبې په ورځ په سویډن کې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب پر یوه اوربند موافقه وکړه. په پیل کې ټاکل شوې وه چې اوربند به د جمعې په شپه عملي شي، خو په دې ښار کې جګړې دوام پيدا کړ.

وروسته اوربند په سیمه ایز وخت د سه شنبې شپې ۱۲ بجو ته وځنډیده. د ملګرو ملتونو سازمان د دیپلوماتانو په حواله څارونکي ډله ممکن له ۳۰ څخه تر ۴۰ تنو پورې ملکي کسان وي چې پوځي تجربه به ولري او د حدیده ښار په اطرافو کې به ځای پر ځای شي.

سربیره پر دې دغه پریکړه لیک د ملګرو ملتونو سازمان له عمومي مونشي انتونیو ګوتیرش څخه غواړي چې د دسمبر میاشتې تر ۳۱ نیټې پورې، د هغو موافقو د عملي کولو له پاره پيشنهادونه وړاندې کړي چې ښکیلو خواو ورته د سویډن په مذاکراتو کې لاس رسی پیدا کړی دی.

مهم سګنال

د آلمان حکومت له دې پریکړه لیک څخه د تشنج د لمنځه وړلو د یوه مهم پړاو په توګه یادونه کړې ده. د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت واضحه کړې ده چې هر اړخیز تړون «یمن ته د نړیوالې ټولنې د ملاتړ یو سګنال او د دې نښه ده چې تر اوسه پورې د امنیت شورای کولی شي یوې ګډې حل لارې ته ورسیږي.»

په ملګرو ملتونو سازمان کې د فرانسې سفير فرانسوا دلاتر، هم د امنیت د شورای له پریکړه لیک څخه د یوه «پياوړي سګنال» په توګه یادونه کړې.

د بشري حقونو نړیوال سازمان واضحه کړې ده چې پریکړه لیک په یمن کې انسانانو ته دا پیغام استوي چې دوی له یاده نه دي ایستل شوي.

د یمن له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارتين ګریفت، تیره اونۍ د ستکهلم په مذاکراتو کې غوښتنه کړې وه چې یمن ته باید په عاجل ډول څارونکي واستول شي. خو د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې دا خبره وڅنډیده.

د امریکا متحده ایالاتو د غوښتنې په اساس د پریکړه لیک په مسوده کې یوه برخه اضافه شوه چې ایران د حوثي جنګیالو له بریدونو څخه ملاتړ کوي، خو وروسته بیا روسیې د ویټو کولو ګواښ وکړ. بالاخره د امریکا متحده ایالاتو له دې وړاندیز کړې برخې څخه د پریکړه لیک په مسوده کې صرف نظر وشو.

ځنې نورې برخې هم له دې متن څخه وایستل شوې چې یو یې په یمن کې د بشري وضعیت او بل یې په دغه هیواد کې د جنایتونو او ویجاړیو د عاملينو په هکله وو چې هدف ترينه د یمن حکومت او د سعودي عربستان په مشرۍ عربي پوځي ائتلاف وو.

په یمن کې د ۲۰۱۴ م کال راهیسې د ولسمشر عبد ربه منصور هادي د حکومتي سرتیرو چې د عربي هیوادونو له خوا یې ملاتړ کیږي او د شعیه حوثي یاغیانو چې د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي ترمنځ کورنۍ جګړه روانه ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د څرګندونو له مخې په دغو شخړو کې تر ۱۰ زرو ډير انسانان وژل شوي دي چې په دوی کې په زرګونو ملکیان شامل دي. د ملګرو ملتونو سازمان وایې چې په دې هیواد کې په نړیواله کچه تر ټولو بد بشري کړکیج حاکم دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب