د انترنت کاروونکو د معلوماتو د ژر ترلاسه کولو هڅې
ین پالاکات۱۳۹۵ مرداد ۲۰, چهارشنبهد انترنت د کاروونکو د معلوماتو ژر ترلاسه کولو هڅې
نور مطالب:
انځورونه: د استخباراتي سازمانونو د جاسوسۍ سامانونه
د نړۍ د مختلفو هيوادونو د جاسوسۍ له بېلو بېلو سامانونو سره اشنا سئ. د آلمان د اوبرهاوزن ښار په موزيم کي د نړۍ د سترو اسختباراتي سازمانونو د جاسوسۍ سامانونه نندارې ته وړاندي سي دي.
په ۱۹۵۰م کال کي د «کا گي بي» د جاسوسۍ بوټ
د دغه بوټ په کوړۍ کي يوه کوچنۍ کامره ځای پر ځای سوې ده. په دې سره د پخواني شوروي اتحاد د استخباراتي سازمان جاسوس کولای سوای بې له دې چي څوک په پوه سي خپل څلورو خواوو ته عکسونه واخلي.
دا يوازي د ښځو معمولي بکس نه دئ
د دغه بکس په بغل کي په کوچني گل کي يوه کامره ځای پر ځای سوې ده. دا د آلمان په استخباراتي سازمان (BND) پوري اړه لري.
د آلمان د جاسوسو ښځو له پاره بکس
د ښځو په بکس کي ځای پر ځای سوې کامره.
د کوچنيانو د شيدو چوشک فير کولای سي
دغه وسله د کوچنيانو د شيدو د چوشک په شکل جوړه سوې ده، چي هرځای ته به ئې انتقال اسانه وو.
د ساعت په شکل وسله
په تيرو وختونو کي جاسوسانو دغه شان وسله د ځان د حفاظت له پاره ډېره گټوره بلله.
د قلم په شکل وسله
له دغو قلمانو څخه د نويشتې له پاره کار نه اخيستل کېدی. د دې قلمانو ښه والی په دې کي و چي ماشه ئې ژر کشېدله.
په ۱۹۷۰م کال کي د «کا گي بي» د يوه مامور وسايل
په دغه طلايي جعبه کي د کا گي بي له مخصوص نښان سره به يو ساعت هم يوځای وو چي د هغه وخت مامورينو ته به ورکول کېده. کارت ئې هم لاره. د ښځو په ساعتونو کي به هم وسلوې وي.
د جاسوسۍ سازمانونو کارکوونکو به ځيني وخت خپلي څېرې ته تغير ورکاوه. په دغه بکس کي د هغوی له پاره سامان ځای پر ځای سوی دی.
د جاسوسۍ ساعتونه
په ساعتونو سره ډېره جاسوسي کېدله.
د ښځو وسله
دغه وسله په ۱۸۸۰م کال کي جوړه سوې ده. دغه وسله به ښځو جاسوسانو په خپل لاسي بکس کي له ځانه سره گرځوله.
يو نفري اوبتل
روسانو له دغه يوه نفري اوبتل څخه تر ۱۹۹۳م کاله پوري په جاسوسۍ کي استفاده کوله.
طلايي کلاشنيکوف
په دغه نندارتون کي د کلاشنيکوف وسلې د جوړونکي «ميخايل کلاشنيکوف» له خوا طلايي کلاشنيکوف د هغه له امضا سره ننداې ته وړاندي سوی دئ.
د جيمز باند موټر
د اوبرهاوزن په نندار تون کي د جيمز باند محبوب موټر هم نندارې ته وړاندي سوی دئ.
چاقو که پلۍ؟
دغه چاقو په ۱۹۷۰م کال کي په امريکا کي جوړ سوی دئ. د چاقو شکل پلۍ ته سوی دئ.
د ځيگر گل
د ښځو د ځيگر په گل کي د جاسوسۍ کامره.
د بالاپوښ د تڼۍ په شان وسله. دغه وسله په اتريش کي جوړه سوې ده.
د کيلي په شان وسله
دغه وسله چي د کليسا د کيلي په شان شکل لري ډېر پخوا په آلمان کي جوړه سوې ده.
برقي برمه
په برمه کي دننه ځای پر ځای سوې توپنچه. دغه وسله په ختيځ آلمان کي جوړه سوې ده.
د آلمان په اوبرهاوزن ښار کي د جاسوسۍ سامانونو د دغه نندارتو جوړولو درې کاله وخت ونيو.
د غوږ نيولو کوټه
په دغه نندارتون کي د جاسوسي سازمانونو له خوا و تليفوني خبرو ته د غوږ نيولي دستگاوي هم نندارې ته وړاندي سوي دي.
د خط معلومولو دستگاه
د نويشتې د رمزونو معلومول د استخباراتي سازمانونو له معمولي کارونو څخه دئ.